اسعداباد (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي مرسته نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د خوړو خوندیتوب او معافیت ښهوالي په موخه د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ د کرنې او مالداري رییس مولوي سلیمان ایمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) په مالي همکارۍ یې په ناړۍ، شیګل او وټهپور ولسوالیو کې ۵۰۰ بېوزلو کورنیو ته کوچني کاروبارونو جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي همکارۍ د کونړ په درېیو ولسوالیو کې ۴۷۵ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو اسانتیاوې برابرې کړې دي، هرې کورنۍ ته مو ۹۰۰ امریکایي ډالر ورکړي دي.»
هغه زیاته کړه، د یادې پروژې له لارې له اړمنو کورنیو سره د چرګانو، غواګانو، وزو او د لبنیاتو پروسس وسایلو مرستې شوې چې کورنی اقتصاد به یې ورسره ښه او د خوړو خوندیتوب به پیدا کړي.
د نوموړي په خبره، یاده پروژه به دوه کاله دوام ولري چې په اوږدو کې به یې نږدې ۸۰۰ کروندګرو ته د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه روزنه هم ورکړل شي.
په همدې حال کې، هغه کسان چې د ګټې وټې په موخه ورته کوچني کاروبارونه جوړ شوي خوښ دي او له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د کاروبار د لا پراختیا لپاره دې ورسره ډېره مرسته وکړي.
د وټهپور ولسوالۍ اړوند د قمچۍ سیمې اوسېدونکی محمداسماعیل چې د چرګانو فارم په جوړولو کې ورسره د ډنمارک کډوالو شورا له لوري نغدي مرسته شوې وایي، د پخوا په پرتله یې کاروبار ښه شوی او له دغه درکه یې اقتصادي ستونزې هم حل شوې دي.
هغه وویل: «ما د چرګانو فارم درلود چې بیا مې په کې تاوان وکړ، کاروبار مې په ټپه ودرېد، خو اوس چې د زراعت ریاست له لوري راسره بیا ځل مرسته وشوه او د چرګانو فارم مې یو ځل بیا فعال کړ، نو کاروبار مې هم وغوړېد او بېرته پر خپلو پښو ودرېدم، غوښتنه مې دا ده چې دغه ډول مرستې باید ډېرې شي.»
دغه راز، د شیګل ولسوالۍ اړوند د کربوړۍ سیمې اوسېدونکی حکیمالله چې په خپله سیمه کې یې د غواګانو فارم جوړ کړی وایي، ۹۰۰ ډالر مرسته ورسره شوې ده.
هغه وایي، د نغدي مرستې سربېره ورسره د ښه نسل غواګانو او خوراکي توکو برخو کې هم د همکاریو ژمنې شوې دي.
نوموړی له حکومت غواړي چې د کرنې او مالدارۍ د ودې او میکانیزه کولو لپاره دې دا ډول پروژې لا ډېرې او په لرو پرتو سیمو کې هم پلې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن