ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شفتالو سږني حاصلات نږدې نهه زره ټنه اټکل شوي

ننګرهار کې د شفتالو سږني حاصلات نږدې نهه زره ټنه اټکل شوي

author avatar
6 May 2024 - 13:54
ننګرهار کې د شفتالو سږني حاصلات نږدې نهه زره ټنه اټکل شوي
author avatar
6 May 2024 - 13:54

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سږ کال په دغه ولايت کې د شفتالو حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې حاصلات به یې نږدې نهه زره ټنو ته ورسېږي.

تېر کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات نږدې ۸ زره ټنه وو خو سږ کال د کرنې رياست پاملرنې او د باغونو ډېروالي له امله يې د حاصلاتو اندازه ډېره اټکل شوې ده.

بلخوا ننګرهار کې بڼوال او کروندګر که څه هم د شفتالو له ډېر بار نیولو خوښ دي خو د بازارموندنې برخه کې یې د زمينې برابرېدو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولايت په ۱۵ ولسواليو کې پر ۲زره او ۵۸۲ جريب ځمکه د شفتالو باغونه جوړ شوي دي.

نوموړي وړاندې وويل: «د ننګرهار بهسود، کامه، کوز کونړ، سره‌رود، شېرزاد، اچین، بټي‌کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالو باغونه جوړ شوي دي.»

هغه زياته کړه، د شفتالو باغونو ته په کتو اټکل کېږي چې سږ کال به يې حاصلات ۸ زره او ۹۶۴ مټريک ټنه شي چې د تېر کال په پرتله په کې شاوخوا سل ټنه زياتوالی راځي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په ننګرهار کې د شفتالو حاصلات ۷ زره او ۷۹۴ مټریک ټنه وو چې سږ کال یو شمېر نور بڼونه هم په حاصل راغلي، د ناروغیو مخنیوی یې شوی چې ورسره حاصلات هم ډېر شوي دي.

هغه زياته کړه: «په ننګرهار کې د شلیل، ایرلي ګرینډ، فلاوایټ او فلا ګولډ ډول شفتالان کرل شوي چې د شلیل او ایرلي ګرینډ نوع یې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.»

اجمل سبحاني وايي، د شفتالو باغونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

بلخوا د ننګرهار د ډېرو هغو ولسواليو کروندګر چې پر خپلو ځمکو يې د شفتالو باغونه جوړ کړي، له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.

خان‌اغا چې بهسودو ولسوالۍ کې یې پر پنځه جریب ځمکه د شفتالو باغ جوړ کړى وایي، د تېرو کلونو په پرتله ونو ډېر حاصل کړی دی.

خو هغه وايي چې د باغونو په ساتنه او پالنه کې د ځانګړې روزنې نشتوالی او حاصل ته د رسېدو پر مهال ځیني امراض باغداران له ستونزو سره مخ کوي.

دغه راز، د سره‌رود ولسوالۍ يو باغ‌‌لرونکی شريف‌‌الله له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې له کروندګرو سره همکاري وکړي.

دی وايي: «زموږ د شفتالانو حاصلات يوازې ننګرهار او کابل کې خرڅېږي، نورو ځايونو ته يې د لېږد نه توان لرو او نه هم اسانتياوې شته، که موږ شمال او يا نورو ولايتونو ته شفتالان لېږو نو لاره کې خرابېږي، حکومت بايد موږ سره د بازارموندنې برخه کې مرسته وکړي.»

د يادونې ده، د ننګرهار ترڅنګ په کونړ او لغمان ولايتونو کې هم خلکو د شفتالو باغونه جوړ کړي دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.