خوست ښار (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۳): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالداراۍ رياست مسوولين وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې له ۴۳۰ فارمونو ۶۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي خو ښايي سږ کال به د شاتو د تولیداتو کچه ټيټه وي.
په همدې حال کې د شاتو د مچيو فارملرونکي بیا وايي، لا هم په یاده برخه کې له ګڼو ستونزو مخ دي.
يوه فارملرونکي کامران پژواک خبري اژانس ته وويل، اړونده حکومتي ادارو ورته تر اوسه د لازمو وسايلو او دغه راز د شاتو مچيو د روزنې برخه کې مسلکي زدهکړې نه دي ورکړې.
دی وايي: «په خوست کې دا همکاري چا نه ده کړې، نه یې په ګردېز کې کړې ده، دا خپله له موږ سره چې کوم وسایل دي له پاکستانه مو اخيستي، هلته شات مارکېټ هم لري، له هغه ځایه وسایل ورته راوړو.»
يوه بل فارملرونکي خیرالله بیا له پژواک سره خبرو کې د شاتو لپاره په کور دننه او بهر د مناسب بازارموندنې غوښتنه وکړه.
هغه وويل، د بل هر ځای په پرتله د افغاني شاتو کيفيت خورا ښه دی او زیاتوي، که نړۍوال بازار ورته پيدا شي، ښايي د شاتو توليد کچه نوره هم لوړه شي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ته یوه داسې لاره پیدا شي چې موږ شات له دې ځایه انتقال کړو یا تجارت پرې شروع کړو خو اوس بل اروپايي او نورو هېوادونو ته لار نه لرو.»
ورته مهال، د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين بيا د مچيو د فارم لرونکو ستونزې مني، خو وايي چې دوی تر خپله وسه په دې برخه کې همکاري کړې.
د دغه رياست د مالدارۍ امر انعامالله جاوېد پژواک ته وويل، دوی د ځينو همکارو موسسو په مرسته د شاتو مچيو فارم لرونکو ته په ځينو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.
هغه زياته کړه: «د دولت د چوکاټ تر چتر لاندې مختلفو موسسو بېلابېل ټرننګونه ورکړي، مثال د شاتو مچيو د روزنې ټرننګ، ګبینو د ټولو ټرننګ همداسې د مختلفو امراضو په باره کې چې رامنځته کېږي بېلابېل ټرننګونه ورکړل شوي دي.»
جاوېد وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې له ۴۳۰ فارمونو څخه ۶۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي خو زیاتوي که څه هم دقیق ارقام په لاس کې نه لري خو ښايي د نورو کلونو په پرتله سږ کال د شاتو په حاصلاتو کې کموالی راشي.
نوموړی يې عمده لامل زيات موسمي بارانونه یادوي چې له امله يې په ډېرو سيمو کې د ميوهلرونکو ونو او بوټو ګلان له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د شاتو فارم لرونکي د مچيو پاللو او د شاتو ټولولو لپاره له دودیزو لارو چارو ګټه اخلي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن