ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي خلکو په خپل شخصي لګښت ۴۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي

23 May 2024 - 16:51
23 May 2024 - 16:51

نیلي (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې له تېر یو نیم کال راهیسې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ۴۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.

د دایکنډي د پوهنې رییس قاري عنایت‌الله سهار پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت خلکو له پوهنې سره د لېوالتیا درلودو او دغه برخه کې د مرستې په موخه، د مرستندویه‎ بنسټونو او ‎سوداګرو په همکارۍ ۴۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، دغه شمېر ښوونځي د دایکنډي په شهرستان، میرامور، اشترلي او کیتي ولسوالیو کې دي چې ودانۍ یې په خامه، نیمه‌پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.

هغه وویل، پوهنې ریاست له دغو ښوونځیو سره د مېز او چوکۍ، د اوبو څاه‌ګانو او نورو وسایلو برابرولو برخه کې مرسته کړې ده.

د دایکنډي د پوهنې رییس زیاته کړه: «د دایکنډي اوسېدونکي علم‌دوسته او علم‌پروره خلک دي، د پوهنې ریاست له پوهنې سره د همکارۍ انګېزه رامنځته کړې او دغه موضوع د خلکو ترمنځ پر یوه فرهنګ بدله شوې ده.»

هغه د پوهنې برخه کې د خلکو همکاري په ټولنه کې د پرمختګ نښه یاده کړه.

نوموړی دغه‌راز له سوداګرو او مرستندویانو غواړي څو له پوهنې د ملاتر برخه کې خپلې مرستې ونه سپموي؛ ځکه د هغه په خبره، اوس هم په ډېری ولسوالیو کې زده‌کوونکي د ښوونځي لپاره د ودانۍ له نشتولي سره مخ دي.

په همدې حال کې، د دایکنډي یو شمېر ټولنیز فعالان او اوسېدونکي له پوهنې ملاتړ او همکاري له زده‌کړې او تحصیل سره د خلکو د لېوالتیا نښه بولي.

د دغه ولایت یوه ټولنیز فعال دین‌محمد بهزاد پژواک ته وویل چې په دایکنډي کې خلک له پوهنې سره ډېره ښه همکاري کوي‎.

هغه زیاته کړه چې په هره سیمه او کلي کې خلکو په شخصي امکاناتو د ښوونځیو په بیارغونه، ترمیم او جوړولو کې تل هڅه کړې او لسګونه ښوونځي یې جوړ کړي دي.

هغه زیاتوي چې په دایکنډي کې د زده‌کوونکو پر وړاندې اساسي خنډ د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی، زده‌کوونکي په ساړه او ګرمۍ کې د ودانۍ او مناسب ځای نه درلودو له امله له ډېر ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دغه‌راز وویل: «له ځايي مسوولینو، معارف ریاسته او همکارو موسسو زما غوښتنه دا ده چې د مناسبو درسي چاپېریال، د کتاب او کتابچې برابرولو او د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په برخو کې هڅې وکړي.»

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی ناصر د ښوونځیو لپاره د ودانیو له نشتوالي شکایت او ټینګار کوي چې مخکې په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: «هېڅ‌وخت زموږ اولادونو ته د ښوونځي ودانۍ نه ده جوړه شوې، موږ د ښوونځي ډېر فارغان درلودل، خو زموږ ښوونځيو ودانۍ نه لرلې، اوس غواړو چې په خپلو مټو ښوونځی جوړ کړو، په خپل تصمیم کې قاطع یو، یوه ډوډۍ نه خورو، نیمه ډوډۍ خورو خو خپل ښوونځی جوړوو.»

بلخوا، د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې د «دریای هلمند» په نوم ښوونځي زده‌کوونکې حلیمه چې تازه یې ښوونځي ته ودانۍ د خلکو په شخصي لګښت جوړه شوې او ډېره ورته خوشحاله ده، وايي، له دې مخکې یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کولې چې دغه کار د دې لامل شوی و څو له درس سره د زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شي.

هغې زیاته کړه چې پلرونو یې د دوی د ښوونځي ستونزه درک کړه او په خپل شخصي لګښت یې د ودانۍ جوړولو اقدام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست تل په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت خبره کوي.

له دې مخکې د دایکنډي پوهنې ریاست ویلي وو چې په دغه ولایت کې ټول ۴۳۱ ښوونځي موجود دي چې له دې جملې ۱۷۰ ښوونځي په بېلابېلو ولسوالیو کې ودانۍ نه لري او په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳۳ زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي چې ۷۱ زره یې هلکان او څه باندې ۶۱ زره یې نجونې دي.

Views: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version