ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د کشندې ولسوالۍ خلک له حکومته په یو شمېر برخو کې د خدماتو غوښتنه کوي

26 May 2024 - 12:22
26 May 2024 - 12:22

مزارشریف (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ د کشندې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې حکومت دې د برېښنا، روغتیا، مخابراتو، سړکونو جوړولو  او د څښاک اوبو رسولو برخو کې ورته خدمات وړاندې کړي.

هغوی له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې دغو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د بلخ کشندې اوسېدونکی عطامحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دې ولسوالۍ ته په تېرو شلو کلونو کې هيڅ پاملرنه نه ده شوې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي برېښنا، روغتیایي مرکزونه، سړک، ښوونځي او مخابراتي اسانتیاوې نه لري او د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

نوموړی له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالرحمن هم وایي چې سیمه یې لرې ده او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل چې د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، معیاري سړکونو او روغتیایي مرکزونو نشتوالی د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له مهمو ستونزو او ننګونو دي.

د کشندې بل اوسېدونکی غلام‌حضرت وویل چې د دې ولسوالۍ د سړکونو خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي چې له امله یې ډېری وخت ترافیکي پېښې هم رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه: «سړک خراب دی، خلک ډېرې ستونزې لري، د برېښنا او اوبو نشتوالي هم خلک له ستونزو سره مخ کړي او حکومت باید دې برخې ته پام وکړي.»

ځینو نورو کسانو هم ورته ستونزې یادې کړې او له حکومته یې د حل په برخه کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

بلخوا د دې ولسوالۍ ځایي مسوولین هم یادې ستونزې مني خو پر هواري يې ټینګار کوي.

د کشندې ولسوال خان‌محمد فاتح وایي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې یې له ځایي چارواکو سره شریکې کړې او د وخت په تېرېدو به یې هرې ستونزې ته رسېدنه وشي.

کشنده د بلخ له مرکز مزارشریف ښاره ۹۰ کيلومتره واټن لري او د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۵۰ زره کسان نفوس لري.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version