ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي

بلخ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي

author avatar
27 May 2024 - 13:45
بلخ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکي کشف او ترلاسه شوي
author avatar
27 May 2024 - 13:45

 مزارشریف (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ له لوري پژواک ته  په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ۴ کړۍ ماینونه او ۲۰ د پیکا مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو چاودېدونکي توکو په تړاو دوه کسان نیول شوي خو نور یې تښتېدلی دي.

خبرپاڼه دغه‌راز وایي چې تښتېدلي کسان د امنیتي ځواکو تر تعقیب لاندې دي او ژر به ونیول شي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.