میدانښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ځايي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې فعالیت پیل کړ.
د میدانوردګو ولایت مقام نن (د غبرګولي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه خونه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیالې فريبا نوري له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیالې ویلي: «دغه خونه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د اسلامي شریعت او امارت له قوانیو سره سم د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې فعالیت کوي چې شلم ولایت میدانوردګ دی چې نن پهکې یاده خونه پرانیستل کېږي.»
د میدانوردګو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس انجنیر محمدخان ځواک د یادې خونې پرانیستل کېدو هرکلی کوي او وايي: «په دغه ولایت کې ډېرې ښځې شته چې د لاسي صنایعو، لبنیاتو د پروسس، رب او مربا جوړولو برخو کې ښې تجربې او لاستهراوړنې لري چې دا خونه به یې په کارونو او بازارموندنه کې خورا ګټور او مثبت بدلون راولي.»
د دغه ولایت د اقتصاد رییس مولوي عبدالحکیم حامد، میدانوردګو د ښځو د سوداګرۍ لپاره یو مهم ولایت بللی او د یادې خونې پرانیستل کېدل یې د سوداګرۍ په برخه کې یو مثبت ګام یاد کړی دی.
هفه زیاته کړې: «میدانوردګ یو زراعتي ولایت دی او د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې د دې څانګې پرانیستنه خورا اړینه او ګټوره ده.»
هغه په میدانوردګو کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشران د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د سوداګرۍ د ملاتړ او هغو ته د کارموندنې برخه کې ژمن دي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن