ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د پښیو (رواشو) مېله جوړه شوه

میدان ښار (پژواک، ۸ جوزا ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت د بهسودو لومړۍحصې ولسوالۍ په مرکز کې د رواشو فرهنګي میله په ځانګړو مراسمو سره ترسره شوه.

په دغه فرهنګي میله کې د میدان وردګو او بامیانو ولایتونو واليانو، د میدان وردګو ولایت مرستیال والي، امنیه قوماندان، د لوا قوماندان او د استخباراتو، د کرنې او مالدارۍ، سیندیزې حوزې او اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو، د یو شمېر نورو ارګانونو چارواکو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر خلکو ګډون کړی ؤ.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل: "د رواشو فرهنګي میله مو تېر کال رسمي کړې، سږ یې دویم کال دی، په ښو مراسمو سره مو ولمانځله."

نوموړي وویل، د رواشو مېله چې د اسلامي امارت په راتګ سره له تېرو دوو کلونو راهیسې په رسمي ډول د دغه ریاست له خوا د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ تر سره کيږي، یوه عنعنوي مېله ده او دا مېله د سیمه‌ییز فرهنګ د ودې او د خلکو د یوالي لپاره یو غوره فرصت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version