ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو ویزو معافیت ځنډوي

ترکیه له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو ویزو معافیت ځنډوي

author avatar
29 May 2024 - 20:56
ترکیه له افغانستان سره د ډېپلوماټیکو ویزو معافیت ځنډوي
author avatar
29 May 2024 - 20:56

کابل (پژړاک، ۹ غبرګولی ۱۴۰): ترکیه له افغانستان سره د ډپيلوماتيکو پاسپورټونو لرونکو لپاره د دوه اړخیزو ویزو هوکړه‌لیک د روان کال د جون له لومړۍ نېټې ځنډوي.

یاده هوکړه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د افغانستان او ترکیې حکومتونو له خوا شوې وه.

ترکي رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرمان له مخې ویلي چې له افغانستان سره د ډپيلوماتيکو پاسپورټونو لرونکو لپاره د دوه اړخیزو ویزو د معافیت هوکړه لغوه کېږي.

یادو رسنیو لیکلي چې یاده پرېکړه د روان زیږدیز کال د جون له لومړۍ نېټې عملي کېږي، چې له مخې به یې د افغانستان او ترکیې سیاسي پاسپورټ لرونکي اشخاص دغو هېوادونو ته د تګ راتګ په موخه ویزې ته اړتیا لري.

سرچینې د یادې پرېکړې لامل نه دی په ډاګه کړی.

پژواک دغه موضوع د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریکه کړه خو تر اوسه یې په اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.