ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو صراف د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو يې اووه کسان نيول شوي

ننګرهار کې يو صراف د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو يې اووه کسان نيول شوي

author avatar
8 Jun 2024 - 09:59
ننګرهار کې يو صراف د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو يې اووه کسان نيول شوي
author avatar
8 Jun 2024 - 09:59

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هغه صراف چې ۱۵ ورځې مخکې جلال‌اباد ښار کې د انسان‌تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، تېره ورځ ژغورل شوی او په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار ‎د والي مرستیال مولوي سعيداحمد بنوري وايي، امنیتي ځواکونو د لونګ شینواري په نوم هغه صراف د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی چې شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې تښتول شوی و.

هغه وویل، نوموړی د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحيې جوی‌هفت سيمه کې د ماښام له لمانځه وروسته د کور په لور روان و چې د انسان‌تښتوونکو له لوري وتښتول شو او بیا یوه نامعلوم ځای ته وړل شوی و.

د والي د مرستیال په خبره، د یادې قضیې په تړاو د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.