کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې په دغه هېواد کې له افغان سوداګرو غوښتي چې افغانستان ته د واردوونکو توکو کیفیت په پام کې ونیسي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي په مالیزیا کې له مېشتو افغان سوداګرو سره ولیدل.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې نقیبالله احمدي د اسلام له نظره د سوداګرۍ اهمیت او اصولو په اړه خبرې وکړې او له سوداګرو یې وغوښتل چې ټول اسلامي اصول په نظر کې ونیسي، څو د حلال کاروبار ترڅنګ با برکته ګټه ترلاسه کړي.
احمدي ویلي، اسلامي امارت د سوداګرو کلک ملاتړ کوي او سوداګرو ته په سوداګرۍ کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو په هڅه کې دی.
نوموړي زیاته کړې چې سوداګر دې هم د هېواد د پرمختګ لپاره کار او له اسلامي نظامه ملاتړ وکړي.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې رییس نوراحمد له راغلو سوداګرو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د واردوونکو توکو کیفیت په نظر کې ونیسي.
نوراحمد په یاد هېواد کې د وېزو اخیستو برخه کې د ستونزو یادونه کړې خو سفارت ډاډ ورکړی چې دې ستونزې ته به یې رسېدنه وشي.
دا په داسې حال کې چې د تېرې مې میاشتې په ۳۰مه هم په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر په دغه هېواد کې د البخاري نړۍوال پوهنتون کې له افغان محصلینو سره لیدلي وو.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن