ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په چړو وهل شوي

چین کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په چړو وهل شوي

author avatar
11 Jun 2024 - 14:52
چین کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په چړو وهل شوي
author avatar
11 Jun 2024 - 14:52

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): راپورونه ښيي چې یوه ناپېژنده بریدګر، چين کې د یوه امریکایي پوهنتون څلور استادان په یوه پارک کې په چړو وهلي او روغتون کې بستر شوي دي.

اسوشیټید پرېس نن راپور ورکړی چې د «ایووا کارنیل» پوهنتون په اعلاميه کې راغلي چې د دغه پوهنتون پر یادو څلورو استادانو برید تېره ورځ (دوشنبې) د چین د شمالي جیلین ولایت په یوه پارک شوی دی.

راپورونه ښیي چې د یادو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې اړه بي‌بي‌سي ته یوازې دومره ویلي چې له یاد برید څخه خبر دي.

چیني چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.