فېروزکوه (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وضعیت څېړنې او د وروستیو سېلابو له زیانمنو سره د مرستې لپاره غور ولایت ته سفر کړی او ټاکل شوې د دغه ولایت له سېلابځپلو او بېلابېلو قشرونو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
د غور د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم پژواک خبري اژانس ته وايي چې ملا عبدالغني برادر پرون له غرمې وروسته دغه ولایت ته د وضعیت څېړنې او سېلابځپلو سره د مرستې لپاره سفر کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:«د ملاعبدالغني برادر د سفر موخه د دغه ولایت له سېلابځپلو سره مرسته کول دي او ټاکل شوې چې نن د خلکو له بېلابېلو قشرونو سره خبرې وکړي.»
د حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولایت له ځايي مسوولینو سره په لیدنه کې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو او سېلابځپلو ته د رسېدنې په موخه د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
په یاده لیدنه کې ټينګار شوی چې د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي څو د هېواد په هره سیمه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن