ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ازبک چارواکو د افغان ټرانس پروژې پر تطبیق او بشپړېدو ټینګار کړی

افغان او ازبک چارواکو د افغان ټرانس پروژې پر تطبیق او بشپړېدو ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ازبکستاني چارواکو سره لیدنه کې د افغان ټرانس پروژې د چارو پر تطبیق او بشپړېد د ټینګار ترڅنګ د افغانستان د کرنې برخې د میکانیزه کولو او د بزګرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د ازبکستان هېواد د ترانسپورټ له وزیر الهام محکموف سره وکتل.

سرچينې ليکلي، محکموف په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سترو ترانزيټي پروژو په تړاو هم غږېدلی او ویلي یې دي چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسيا د اتصال مرکز دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د نړۍوال ترانسپورټي تړون لاسلیکولو ته د خپل هېواد د چمتووالي په تړاو هم ډاډ څرګند کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي هم په دې لیدنه ويلي چې د سوداګرۍ وده له مجهزو، اسانه او ارزانه ترانزيټي لارو سره تړاو لري ‎او د منځنۍ اسيا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې د سوېلي اسيا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه‌راز، عزيزي د افغان ټرانس پروژې چارو پر تطبيق او بشپړېدو ټينګار کړی او له ازبکستانه يې په افغانستان کې د ځمکني او هوايي ترانسپورټ برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ، دغه پروژه چې ټاکل شوې ترمذ ښار د مزارشریف، پلخمري، کابل او جلال‌اباد له لارې له پېښور سره ونښلوي، د هېواد او سیمې په اقتصادي او ټولنیزه پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، دواړو لورو دغه راز‎ له مزارشریف ښاره تر ترمذه او بلعکس د مسافرو د لېږد لپاره د ترانسپورټي شرکتونو ترڅنګ د چین، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دهلېز پر رامنځته کولو او د لوېدیځ مسیر په پروژه کې پانګونې ته د ازبکستان رابللو، د افغانستان د ځمکني او هوايي ترانسپورټ د کارکوونکو ظرفیت لوړولو کې د همکارۍ او په حیرتان بندر کې د کاري ساعتونو زیاتولو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

دغه‌راز عزيزي د ازبکستان د کرنې له وزير ابراهيم عبدالرحمن‌اوف سره د افغانستان د کرنې پر عصري کولو، د پنبې د کښت برخه کې د پانګونې او د ازبکستان له لوري یې د بېرته پېرلو، د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو برخه کې د همکارۍ او په نړۍ کې د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره په ګډه د بازارموندنې په اړه هم خبرې کړې دي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.