ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې لس میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول راجستر شوي

په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې لس میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول راجستر شوي

author avatar
8 Jul 2024 - 17:15
په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې لس میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول راجستر شوي
author avatar
8 Jul 2024 - 17:15

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي چې په تېرو شاوخوا دوه‌نیمو کلونو کې ۱۰ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت او راجستر شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته چې یوه ستونزه موجوده وه، هغه په بازارونو، کوڅو او د سړکونو پر سر په ناقانونه ډول سیمکارتونو پلور و.

هغه وویل، د دې لپاره چې د دغو ناقانونه سیمکارتونو مخنیوی وشي، د مخابراتو وزارت پر یوه طرزالعمل کار وکړ، دغه طرزالعمل یې له مخابراتي شرکتونو سره شریک کړ چې له مخې یې شرکتونه نه شي کولای په غیرقانوني ډول پېرودونکو ته سیمکارتونه ورکړي.

نوموړي وویل، د دغه طرزالعمل له پیله تر دې مهاله په تېرو شاوخوا دوه‌نیمو کلونو کې ۱۰ میلیونه مخابراتي سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت او راجستر شوي دي.

هغه زیاته کړه، یاده پروسه په کابل کې ۶۰ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰ سلنه به هم په لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي او دغه پروسه په ټول هېواد کې په چټکۍ روانه ده.

الکوزی وایي، له مخابراتي شبکو غوښتل شوي، هغه کسان چې نوي سیمکارتونه اخلي، یا مخکې وېشل شوي او بیا یې راجستروي، باید راپور یې د مخابراتو له وزارت سره شریک کړي، څو ولیدل شي کوم راپور چې له دوی سره شریک شوی، د طرزالعمل مطابق دی که نه، که چېرې د طرزالعمل مطابق وي دوی ته بیا اجازه ورکول کېږي چې نوي سیمکارتونه خپلو مشتریانو ته ورکړي.

هغه زیاته کړه، دغه راز مخابراتي شرکتونو ته وویل شول چې د خپل ظرفیت لوړولو او همداراز هېوادوالو ته د اسانتیا په موخه باید سیار ټیمونه موظف کړي چې اوس مهال زرګونه خلک د همدې پروسې د ثبت او راجستر پروسه کې په سیار ډول کار کوي او د طرزالعمل پر اساس سیمکارتونه راجستروي.

دغه راز، د مخابراتو وزارت ویاند پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰ زرو سیمکارتونو د ثبت او راجستر هدایت شوی چې د همدغه میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له اترا ادارې نوي سیمکارتونه ترلاسه کړي.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ټول فعال سیمکارتونه شاوخوا ۲۳ میلیونو ته رسېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.