مزارشریف (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د خټکیو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ یوه کروندګر بازمحمد پژواک ته وویل، سږ کال د خټکیو بیه په بېساري توګه ټیټه شوې چې له امله یې له زیان سره مخ دی.
هغه زیاتوي، تېر کال د خټکیو بازار ښه و؛ ځکه بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل خو سږ کال د تورخم لارې بندېدل او د سالنګ لویې لارې خرابوالی د دې لامل شوی چې دوی ونه شي کولای خپل محصولات نورو ولایتونو یا هم نورو هېوادونو ته واستوي.
نوموړيی دغه راز وایي چې سږ کال ډېری کروندګر ان نه شي کولای خپل لګښتونه بېرته پوره کړي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي محصولاتو ته یې بازار پیدا کړي.
عبدالله یو بل کس دی چې له تېرو شلو کلونو په کرنه بوخت دی، د خټکیو له سږنیو حاصلاتو خوښ دی خو د دغه محصول بیې ټیټېدو اندېښمن کړی.
هغه وایي، په تېرو کلونو کې یو خټکی تر شاوخوا سلو افغانیو پلورل کېده خو اوس یې بیه له دوو تر ۳۰ افغانیو ده چې ورسره کروندګر له سخت زیان سره مخ دي.
عبدالله له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی محصولاتو ته بازار پیدا کړي او یا هم سړې خونې ورته جوړې کړي څو دغه ستونزه یې هواره شي.
ورته مهال، د خټکیو یو پلورونکی محمدصابر وایي، د پاکستان له خوا پر تازه مېوو د مالیاتو لوړېدل د دې لامل شوي چې سږ کال خټکي بهر ته ولاړ نه شي او بیه یې ټيټه شي.
هغه زیاتوي، په دې سربېره د سالنګ لویې لارې خرابوالی او د موټرو په نوبتي شکل پرېښودل هم د دې لامل شوي چې نورو ولایتونو ته خټکي ونه لېږل شي.
یو شمېر نور کروندګر او پلورونکي هم ورته اندېښنې لري او له حکومته غواړي څو محصولاتو ته یې بازار پیدا او له کروندګرو سره د کیمیاوي سرې او سړو خونو جوړولو کې مرسته وکړي.
بلخوا، د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین کروندګرو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي خو د خټیکو بیې ټیټېدو لامل د حاصلاتو ډېروالی بولي.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي چې سږ کال د تېر کال په پرتله خټکي نږدې دوه برابره ډېر کرل شوي او حاصلات یې هم ډېر دي نو ځکه یې بیه ټيټه شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي وو، سږ کال دغه کچه نږدې ۲۰ زره هکټاره ته لوړه شوې ده.
عظیمي دغه راز وایي چې تېر کال له هر هکټار ځمکې شاوخوا ۱۵ تڼه خټکي ترلاسه شوي خو سږ کال یې بیا کچه ۱۷ ټنو ته لوړه شوې ده.
هغه کروندګرو ته د بازارموندنې او نورو برخو کې د ملاتړ ډاډ ورکوي او له خلکو غواړي څو له وطني مېوو استفاده وکړي.
د یادونې ده، خټکي د هېواد، په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو یو له مهمو محصولاتو ګڼل کېږي او د بلخ ولایت په بلخ، شولګره، چمتال، چهاربولک، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیو کې په پراخه کچه کرل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP