منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:07 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

د هېواد په ځينو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او له امله یې د سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

· 1 دقیقه لوستل · 421 کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او له امله یې د سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.

دغه وزارت نن (چهارشنبه، د وري ۲۷مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روانې میاشتې له ۲۸مې تر ۳۰مې د واورې او باران ورېدو له امله د هریرود، شمال، کابل او پنج امو په سیندیزو حوزو او اړوندو ځينو سیندونو کې د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي ویلي چې د غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، غوربند، پنجشېر، لوګر، لغمان، کونړ، بغلان، تخار، کندوز او بدخشان ولایتونو په سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راتلو او د اوبو کچې لوړېدو اټکل هم شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت د یادو حوزو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلاب راتلو یا په سیندونو کې د اوبو کچې لوړېدو پر مهال د سیندونو غاړې پرېږدي او د سیند ترڅنګ کوزو پرتو خلکو ته خبر ورکړي څو د انساني مرګ‌ژوبلې مخنیوی وشي.