ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و

author avatar
3 Aug 2024 - 18:14
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و
author avatar
3 Aug 2024 - 18:14

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): تېره اونۍ، بهرنیو چارو وزارت په بهر کې د ۱۴ استازولیو قونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان کړل، ورپسې د څلورو استازولیو وېب‌پاڼې بندې شوې، بېلابېلو افغان چارواکو د دیني او عصري زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ا.ا د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه بې‌ځایه وبلله.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • بهرنیو چارو وزارت: اروپایي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو قونسلي خدمات د منلو نه دي.
  • په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېب‌پاڼې بندې شوې.
  • په تېره یوه میاشت کې ۵۲ زره افغان کډوال له ايرانه په جبري ډول را ايستل شوي.
  • افغان او ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.
  • افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا: د هر چا شرعي حقوق تامین دي.
  • بېلابېلو افغان چارواکو د دیني او عصري زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ.
  • د ا.ا مشر چارواکو ته: په قدرت مغرور نه شئ، د خپل اړوند مسوولیت علم زده کړئ

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس ټپي شوی او اووه نور وژل شوي دي.

د بادغیس ولایت چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو قومي مشر او په قورماچ ولسوالۍ کې یو بل کس وژلي او یو یې ټپي کړی دی. دغه راز د همدغه ولایت په تګاب‌عالم ولسوالۍ کې یو خاوند او مېرمن د کورني تاوتريخوالي په پایله کې وژل شوي دي.

د فاریاب امنيتي چارواکي وايي، د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ یو امنيتي کس وژل شوی او د همدغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو تن د چاقو په ګوازرونو وژل شوی.

ځايي چارواکي وايي، د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د یوه کس مړی پیدا شوی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

قونسلي خدمتونه

تېره اونۍ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل چې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.

سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت په یادو هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او قونسلي استازولیو بیا بیا غوښتنه کړې چې لږ تر لږه د قونسلي چارو برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي خو د یادو ډېرو استازولیو له لوري کړنې له مرکز سره په نه همغړۍ، خپلسرۍ او له شته منل شوو اصولو په ښکاره سرغړونې پر مخ بيول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت له بهرمېشتي هېوادوالو غوښتي چې دوی دې له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او وېزو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

خو په اسټرالیا او د سویس په جنیوا کې د افغانستان کونسلګریو په اعلامیه کې راغلي چې د ۱۱ اروپایي هېوادونو ترڅنګ په کاناډا او اسټرالیا کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قونسلي خدمتونو د نه منلو پرېکړه به افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی به د نړیوالې ټولنې او کوربه هېوادونو له دریځ سره سم، ټولو افغانانو ته په کوربه هېوادونو کې د خپلو ماموریتونو له لارې قونسلي خدمات وړاندې کړي.

سرچينې لیکلي چې دا خدمات د ملي قوانینو او نړۍوالو مقرراتو په رعایت، بشپړې روڼټیا او امانت‌دارۍ او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د مشروعیت او اعتبار پر بنسټ ترسره شوي او ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وروسته په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېب‌پاڼې بندې شوې خو په لندن، بلجیم، برلین، اتریش، فرانسه، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې او اسټرالیا کې د افغانستان د استازولیو وېب‌پاڼې فعالې دي.

ایران کې د افغان کډوالو ستونزې

د راپورونو له مخې له څه مودې راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې راپورونه خپریږي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په تېره یوه میاشت کې ۱۲۸ زره افغانان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي، راپورونه ښیي چې له دغو کسانو ۵۲ زره په جبري ډول را ایستل شوي او نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه او د ا.ا غبرګون

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د اپرېل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او د ښځو حقونو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

په راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی؛ د اپرېل میاشتې له لومړۍ د جون تر پایه په عام محضر کې ۱۷۹ کسانو ته چې ۱۴۷ یې سړي، ۲۸ ښځې او څلور هلکان دي، فزیکي سزاګانې ورکړل شوې دي.

خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د یوناما دغه راپور له واقعیتونو لرې او عقده‌مندانه دی.

فطرت زیاته کړې: «دلته شرعي قوانین نافذ دي، د هر چا شرعي حقوق تامین دي او موږ د افرادو او اتباعو حقوقو ورکولو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګورو؛ نو ځکه موږ دا راپور ردوو.»

هغه دغه راز زیاته کړې، د یوناما وروستی راپور چې په یوه برخه کې یې د اسلامي شرعي احکامو پلي کېدل د بشري حقونو نقض بلل شوی، داسې څرګندونې د اسلامي شریعت د سپېڅلو احکامو ښکاره بې احترامي ده او د مسلمانانو احساسات ژوبلوي، یوناما باید د افغانستان مسلمانې ټولنې باورونو ته درناوی ولري.

پر ديني او عصري زده‌کړو د افغان چارواکو ټينګار

تېره اونۍ، کندهار کې د ا.ا د مشرتابه په شتون کې د اردو سلګونو مسوولینو ته «اصلاحي غونډه» جوړه شوه

د ا.ا مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د اردو د سلګونو مسوولینو په غونډه کې ویلي چې مسوولین باید په قدرت مغرور نه شي او د خپل اړوند مسوولیت علم زده کړي؛ ځکه چې د هر مسوولیت علم پر هغه مسؤول فرض دی.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا د کانکور ازموینې د ممتازو زده‌کوونکو په ستاین‌غونډه کې وویل چې د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې او د نظام د ساتنې لپاره هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې: «دغه ناسته افغانانو ته دغه پيغام ورکوي چې اې ملته! د دښمن په تبلیغاتو خطا نه وځئ، اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی، اسلامي امارت غواړي چې عصري علومو ته ترقي ورکړي؛ ځکه بې له عصري علومو زموږ او ستاسو دغه ولس او وطن د بل له احتیاجه نه ساتل کېږي.»

دغه راز، په ورته یو بله ناسته کې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، هره برخه کې د علم او پوهې حاصلولو موخه باید د اسلامي او ملي ارزښتونه ننګه او دفاع وي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «حقاني د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ واټن د اشغال موخه او دسیسه وګڼله او ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره به ټول په ګډه کار کوو.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.