ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزارت سرپرست:  له دښمن سره د مقابلې لپاره هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا ده

د پوهنې وزارت سرپرست:  له دښمن سره د مقابلې لپاره هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا ده

author avatar
28 Jul 2024 - 18:32
د پوهنې وزارت سرپرست:  له دښمن سره د مقابلې لپاره هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا ده
author avatar
28 Jul 2024 - 18:32

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د پوهنې سرپرست وزیر د کانکور ازموینې د ممتازو زده‌کوونکو په ستاین‌غونډه کې وویل چې د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې او د نظام د ساتنې لپاره هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا ده.

تېره اونۍ د یک‌شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۳ کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ د دغو پایلو له مخې، د ښوونځیو له فارغانو اتل خان او د مدرسو له فارغانو زین‌الله په دې ازموینه کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

نن په کابل کې د پوهنې وزارت له خوا په جوړه شوې غونډه کې د یادو دوو کسانو په ګډون شل هغه د کانکور ګډونوال وستایل شول او ډالۍ ورکړل شوې چې په یاده ازموینه کې یې تر نورو لوړې نومرې ترلاسه کړې وې.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا وویل چې دغه ناسته د یادو شلو کسانو لپاره جوړه شوې، څو دوی او کورنۍ یې وهڅول شي.

هغه زیاته کړه: «دغه ناسته افغانانو ته دغه پيغام ورکوي چې اې ملته! د دښمن په تبلیغاتو خطا نه وځئ، اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی، اسلامي امارت غواړي چې عصري علومو ته ترقي ورکړي؛ ځکه بې له عصري علومو زموږ او ستاسو دغه ولس او وطن د بل له احتیاجه نه ساتل کېږي.»

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د اسلامي نظام او خاورې ساتنه پر ټولو فرض ده، نو د دغه نظام د ساتنې لپاره اړینه ده هم په ديني علومو کې کوښښ وشي څو له «دښمن» سره فکري مقابله وکړل شي او هم بايد په عصري علومو کې کوښښ وشي څو له فزیکي او مادي اړخه «د هېواد د دښمنانو» مقابله وشي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل چې الله (ج) استعدادونه متفاوت پیدا کړي او باید ممتاز استعدادونه وستایل شي او ګټه ترې واخیستل شي.

د کانکور د عمومي تعلیماتو څانګې لومړي مقام ګټونکي اتل خان رحيمزوی هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې، ویې ویل: «دغه مزل ته رسېدل ډېر سخت و، ما ډېرې ستړې تېرې کړې، خپلې مستیانې او شوخیانې مې قرباني کړي، څو دغه مقام ترلاسه کړم.»

ده د پوهنې له وزارت، خپلې کورنۍ او ښوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې دی د هغوی په هڅو او کوښښونو د دې جوګه شو چې د کانکور په عمومي ازموينه کې لومی مقام خپل کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.