ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د افغان سوداګرو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي

تورخم کې د افغان سوداګرو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي

author avatar
7 Aug 2024 - 12:28
تورخم کې د افغان سوداګرو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي
author avatar
7 Aug 2024 - 12:28

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ زمری ١٤٠٣): د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پر موټرچلوونکو د ویزې حتمي کېدو له امله په تورخم کې د افغان سوداګرو د خوراکي او غیرخوراکي توکو سلګونه بار لارۍ ولاړې دي.

هغوی زیاتوي، که څه هم دواړو حکومتونو د یوې ګډې هوکړې له مخې د ټريډ سرټيفيکېټ په نوم یو سند موټرچلوونکو ته د تګ راتګ د اسانتيا په موخه رامنځته کړی خو ډېری چلوونکو دغه سند نه دی ترلاسه کړی.

موټرچلوونکي او سوداګر له افغان حکومته غواړي چې د دغه سند په جوړېدو کې دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ننګرهار ولايت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره په لوړه کچه هڅې روانې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي زلمي عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، څو میاشتې مخکې يو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی و، د موټرچلوونکو د ستونزو هواري لپاره یې د دواړو حکومتونو په ګډه هوکړه د ټریډ سرټيفيکېټ په نوم سند رامنځته کړ چې د دواړو خواوو موټرچلوونکي کولای شي ازادانه تګ راتګ وکړي.

دی وایي: «دغه سند ډېر مهم دی، خو ستونزه دا ده چې سند یوازې سفارت‌خانو کې جوړېږي چې هلته ګڼه‌ګوڼه زیاته ده، د سند لپاره ٢٠ ډالر لګښت ټاکل شوی اوس په ازاد بازار کې جوړېږي، سلګونه ډالرو ته یې لګښت رسېدلی خو بیا هم خلک نه توانېږي چې ترلاسه یې کړي.»

د عظیمي په وینا، شاوخوا ٦٠٠ لارۍ دې غاړې او تر ٤٠٠ نورې هغې غاړې ته ولاړې دي چې په کې د افغان سوداګرو تازه مېوې، سبزي او نور خوراکي او غیرخوراکي توکي بار دي.

دی غوښتنه کوي چې باید دواړه حکومتونه د دغه سند جوړولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او په بندري سیمو کې دې ځانګړي دفترونه ورته پرانیزي.

یو شمېر چلوونکي هم غوښتنه لري چې باید په تورخم او نورو بندرونو کې د ټريډ سرټيفيکېټ جوړولو اسانتیاوې برابرې شي.

یو موټرچلوونکی واحدګل وایي، که په تورخم کې دغه مرکز جوړ شي نو ټولو چلوونکو ته به د دغه سند اخیستل اسانه شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي وایي، د دې ستونزې هواري لپاره په ننګرهار کې د بهرنيو چارو ریاست له مرکز سره په ګډه کار کوي.

بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان سره خبرې روانې دي او تمه شته چې یاده ستونزه هواره شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد پژواک ته وویل: «د تردد لپاره خبرې روانې دي، مشکلات شته، موږ له پاکستان سره هوکړه کړې وه چې د اګسټ اول نه باید د تردد اسناد موټرچلوونکي ولري چې د پاسپورټ او ویزې پر ځای کار کوي، اکثر زموږ موټروانانو دغه د تردد اسناد نه دي اخيستي نو خبرې د پاکستان خوا سره جریان لري، ان‌شاءالله دا مشکلات حل کېږي.»

د تورخم له لارې له پخوا راهیسې د سوداګریزو موټرو یا ټرانزیټ پر وړاندې دا ستونزه موجود ده چې کله ناکله یې پر وړاندې په ورځو ورځو تورخم دروازه تړل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.