جلالاباد (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې رياست وايي چې له باغدارۍ سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او یوازې سږ کال په دغه ولایت کې پر نږدې ۸۰۰ جريب ځمکه بېلابېل باغونه جوړ شوي دي.
په دغه ولایت کې د سترسو ترڅنګ شفتالو، املوک او ځينو نورو مېوو ښه پایله ورکړې، له همدې امله خلکو د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.
د دې ترڅنګ د کرنې ریاست هم د مرستندویه ادارو په همکارۍ له خلکو سره د باغونو جوړولو په موخه د نیالګیو، وسايلو او روزنې مرسته کړې ده.
خلک هم وایي چې د باغونو ګټه ډېره ده خو د کرنې له ریاست غواړي چې حاصلاتو ته یې د بازارموندنې برخه کې همکاري وکړي.
د ننګرهار د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې له بڼوالۍ سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
هغه زیاته کړه، د باغونو ښه ګټه، کم لګښت او خواري د دې لامل شوي چې خلک د باغونو جوړولو ته مخه کړي او وروستي څو کاله د تېرو نورو کلونو په پرتله ډېر باغونه جوړ شوي دي.
دی وایي: «د ننګرهار اب و هوا د هر قسم مېوې او سبزیجاتو کښت ته مساعده ده، خو دا چې باغ جوړول دوه ګټې لري چې په يوه وخت کې مېوې هم ترې لاسه کېږي او ځیني سبزیجات او حبوبات هم په کې کرل کېږي، نو ډېرو خلکو د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.»
د سبحاني د معلوماتو له مخې، همدا روان کال هم په دغه ولایت کې پر ۷۹۰ جريب ځمکه د بېلابېلو مېوو باغونه جوړ شوي او ډېرو کروندګرو د را روان کال لپاره هم د باغونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کرنې رياست وياند وايي، دې ادارې د مرستندويه موسسو په همکارۍ له کروندګرو سره د باغونو جوړولو برخه کې د ډېرو همکاریو زمينه هم برابره کړې ده.
سبحاني زياته کړه: «همدا تېره اونۍ هم د ډاکار خیریه موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو سره د مبارزې دفتر په مالي لګښت ۱۹۵ بڼوالو ته د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت وسایل ووېشل شول.»
بلخوا، د ننګرهار کروندګر وايي، د باغونو ګټه د نورو فصلونو په پرتله ډېره ده خو که حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي.
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې سيمې يو اوسېدونکی بشرمل چې په خپله يو جريب ځمکه يې د شفتالو ونو باغ جوړ کړی وايي، باغ يې ښه حاصل ورکوي خو هر کال یې یو شمېر ونې وچیږي.
دی وایي: «موږ ته بايد د کرنې رياست دوامداره ټرینینګونه راکړي چې خپل باغونه لا ښه کړو، موږ نه خو هر وخت خرابېږي، نو که موږ باغدارۍ باندې سم پوه و اوسو، بیا دا ستونزه نه رامنځته کېږي.»
دغه راز، د کامې ولسوالۍ د اخند کلا سيمې يو کرندګر هجرتالله چې په خپله ځمکه يې د املوکو باغ جوړ کړی وايي، حاصلات يې ښه دي خو بازار نه لري.
دی وايي، کله چې د حاصلاتو ټولولو وخت شي، بازار ته له ګاونډي هېواده مېوه را وارده شي چې د دوی بازار کمرنګه کړي او د کال خوارۍ يې پر سيند لاهو شي.
خو د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره دوامداره کار کوي او هڅه يې دا ده چې په ننګرهار کې د مېوو باغونه ډېر شي او پاملرنه ورته وشي.
د يادولو ده، سږ کال د ننګرهار کانال رياست پر سلګونه جریب ځمکه هم د قراردادي شرکتونو له خوا د سترسو باغونه جوړ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن