کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه د ۲۱۷ عمري قولاردو له مسوولینو سره لیدنه کې هغوی ته په خطاب کې ویلي چې له اختلافاتو ډډه وکړي او پر يووالي او ورورولۍ منګولې ولګوي.
د ملي دفاع وزارت له لوري پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبتالله اخندزاده د یاد وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قولاردو له مسوولینو، مجاهدينو علماوو، مخورو او معيوبينو سره ولیدل.
خبرپاڼه کاږي، د اسلامي امارت مشرتابه په یاده لیدنه کې مجاهدینو ته پر يووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار کړی دی.
هغه مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: «له اختلافاتو پرهېز وکړئ؛ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، پر يووالي او ورورولۍ منګولې ولګوئ؛ ځکه چې یووالی او بریالیتوب به ستاسو د پرمختګ سبب شي، عقیده په الله ج وساتئ نه په مادیاتو.»
هغه له مسوولینو غوښتي چې د کلکې عقیدې، مورال او انګېزې لرونکي و اوسي.
نوموړي دغه راز مسوولينو او مجاهدينو ته د ښې حکومتولۍ برخه کې اړينې سپارښتنې او لارښوونې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن