ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوې

افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوې

author avatar
11 Sep 2024 - 12:12
افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوې
author avatar
11 Sep 2024 - 12:12

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څنګ ته د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – نن په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سب‌سټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- یو ځل په ۱۳۹۵ کال کې هم په افغانستان کې پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه وې پیل شوې. د ګاز د دې نل‌لیکې ۲۱۴ کیلومتره برخې کار د ترکمنستان خاوره کې بشپړ شوی او نن یې د افغانستان په خاوره کې د غځولو چارې پیل شوې.

د هرات د تورغونډۍ له بندر سره پر پوله د دې پروژې د پیل مراسمو کې افغان او ترکمن لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په هرات کې خبریالانو ته وویل: «ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې افغانانو د خپل هغه ارمان لار طی کړه چې دېرش کاله شاوخوا ورته په تمه پاتې شوي وو، هغه دا ده چې ټاپي پروژه د افغانستان د خلکو او د سیمې د رفاه او اقتصادي ودې لپاره یوه اساسي پروژه وه او اوس موږ او تاسو هغې مرحلې ته ورسېدو چې دا عملاً پیل شوه او سر له ننه به د ټاپي پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې پیلېږي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، د ټاپي نللیکې لومړی فاز تر هراته رارسېږي، هرات ته له رارسېدو سره به په دې کې ګاز هم پرېښودل کېږي، د افغانستان خلک به له دغه ګاز څخه په ډېره ارزانه بیه استفاده کولای شي او د هغوی ډېرې اړتیاوې به پوره شي.

مجاهد وویل چې د دې پروژې دویم فاز به بیا له هراته پیلېږي تر هلمند ولایت پورې، هلته به بیا د استفادې مرکز ورته جوړیږي څو خلک ګټه ترې واخلي.

د اسلامي امارت ویاند وایي: «د پروژې درېیم فاز بیا کندهار ولایت ته رسېږي، هلته بیا هم له دې څخه ګټه اخیستل ممکن کېږي، څلورم دا دی چې دا بیا ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي، بیا هندوستان ته ځي او د سیمې لپاره په اقتصادي برخه کې یوه لویه پروژه ده چې الحمدالله نن پیل شوه.»

هغه وویل چې دا پروژه له ځان سره نورې برخې هم لري.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، ټاپي خو یوازې د ګاز نللیکې پروژه ده، په څنګ کې یې د نوري فایبر مزی هم غځېږي چې هغه د همدې پروژې یوه برخه ده.

دی زیاتوي: «د نوري فایبر په رارسېدو سره افغانستان له نړۍوال انټرنېټي جال سره وصلېږي، په مخابراتي برخو کې به ډېر سهولتونه ورسره ایجاد شي، د انټرنېټ کیفیت ورسره لوړیږي او ډېر به ارزانه وي؛ لکه د نورو هېوادونو چې دی؛ ځکه چې موږ له نړۍوال جال سره د ځمکې له لارې وصلېږو.»

د ده په وینا، د دې پروژې بله برخه دا ده چې د اوسپنې پټلۍ به ورسره غځېږي، له دې پټلۍ هم سوداګریزه او هم د سيمې د وصل او اړیکو لپاره استفاده کېدای شي، لومړی فاز یې له ترکمنستانه تر هرات پورې رارسېږي او له هغې برخې سره وصلېږي چې له ایرانه هم د اوسپنې پټلۍ رارسېدلې، بیا به مزارشریف ته هم ځي او له کندهار ولایت سره به هم وصلېږي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز وایي چې له دې سره به نیمه پوخ سړک هم تېریږي، لومړی به له دغه سړکه د ټاپي پروژو چارو لپاره کار اخیستل کېږي، وروسته له هغه بیا کېدای شي چې دغه سړک په اساسي ډول پوخ شي او د وصل یوه لار هم شي چې هم د افغانانو لپاره ګټور دی، هم د سيمې د اتصال لپاره مفید دی او د ځمکې یوه اسانه لاره کېدلای شي.

ده وویل: «دا چې د افغانستان خلک نن د دې پروژې د پرانیستې شاهدان دي، د ټولو لپاره د خوشحالۍ ځای دی او موږ ډېر خوښ یو چې ومو کړای شو دغه لوی ارمان د خلکو پوره کړو، د ټاپي له پروژې سره به زرګونه کسان په کار اخته شي، په دوامداره توګه به کار کوي او دا پروژه د اشتغال‌زایي لپاره هم یو لوی ګام دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ ټولو افغانانو ته د دې پروژې مبارکي وایو، د سيمې د اتصال لپاره د هېوادونو ونډه هم په کې مهمه بولو، له ترکمستانه هم مننه کوو چې د دې پروژې د پیل لپاره یې جرئتمندانه ګام واخیست او له افغانستان سره یې د خپل اخلاص، ورورۍ او ګاونډیتوب ښکاره کولو لپاره دغه پروژه پیل کړه.»

مجاهد هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو مناسبات تر پایه د وروڼو په شان پاتې شي.

دغه راز مجاهد وویل په هرات کې نورالجهاد سب‌سټېشن د ټاپ پروژې یوه برخه ده چې برېښنا به له ترکمنستان څخه افغانستان او بیا له افغانستانه پاکستان ته ولېږدوي.

هغه وایي چې د دې پروژې لومړی فاز په هرات کې پلی شو، او نورالجهاد سبسټیشن به – چې نن یې فعالیت پيل وکړ- خلکو ته د برېښنا د وېش ښه سرچينه وي چې په صنعتي پارک او د هرات په نورو د اړتیا وړ ځایونو کې به ترې کار واخیستل شي.

مجاهد وویل چې دا پروژه هم د افغانانو لپاره مهه او د اقتصادي ودې لپاره ډېره ګټوره ده.

د راپورونو له مخې، د ټاپ پروژې له لارې به د ترکمنستان ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي؛ افغانستان به له دې پروژې هر کال پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټه ۱۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي.

د دې پروژې تړون په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې لاسلیک شوی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.