ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د کامدېش اوسېدونکي له حکومته د بنسټیزو پروژو پلې‌ کېدو غوښتنه کوي

د نورستان د کامدېش اوسېدونکي له حکومته د بنسټیزو پروژو پلې‌ کېدو غوښتنه کوي

author avatar
14 Sep 2024 - 13:50
د نورستان د کامدېش اوسېدونکي له حکومته د بنسټیزو پروژو پلې‌ کېدو غوښتنه کوي
author avatar
14 Sep 2024 - 13:50

اسعداباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۳): د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دې ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نه‌ده شوې، له هر ډول پراختیایي او پرمختیايي چارو بې‌برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د روغتیا، پوهنې، کرنې او مالدارۍ، مخابراتي خدماتو او سړکونو برخو کې له هر ډول پراختیایي او پرمختیايي چارو بې‌برخې پاتې شوي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت یې باید ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د دې ولسوالۍ د مرکزي کلي اوسېدونکي محمد اسماعیل پژواک خبري اژانس ته وویل، تېرو دوو لسیزو کې د جګړو او ناامنیو له امله یې په سیمه کې هیڅ ډول پراختیايي پروژه نه ده پلې شوې.

هغه وویل: «زموږ سیمه جګړو ډېره ځپلې ده، خلک یې لا هم د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي، له سړکه نیولې، تر روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې ګڼې ستونزې لرو خو حکومتونو تر اوسه د دې ستونزو د حل برخه کې کوم اقدام نه‌دی کړی.»

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ خلک بې‌وزله دي او خپلې ورځنۍ اړتیاوې یوازې د مالداري له درکه پوره کوي، خو تر اوسه ورته د مالدارۍ برخې یوه کوچنۍ پروژه هم نه ده منظور شوې.

دغه راز، د یادې ولسوالۍ د مونډه‌ګل سیمې اوسېدونکی او قومي مشر عبدالظاهر وايي، سیمې ته یې د افغانستان د ورستي پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال یو خام سړک جوړ شوی و او له هغه وروسته د نورو ټولو حکومتونو له لوري د بیارغونې له هر ډول پراختیایي او پرمختیايي چارو بې‌برخې دي.

نوموړي وویل: «زموږ دوه ولسوالۍ کامدېش او برګیمټال ته د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال خام سړک تللی، خو زموږ ډېرو درو ته سړکونه نشته او خلک لا هم په پلو لارو تګ راتګ کوي، سیمه مو غرنۍ ده او ډېر کلي یې له عمومي سړکه په لرې واټن کې پراته دي.»

هغه وایي، تېرو کلونو کې د جګړو سربېره د دې ولسوالۍ خلک خپل‌منځي دښمنیو هم ډېر ځپلي چې له امله یې ډېر شمېر کورنۍ بې‌کوره شوې، ځوانان یې وژل شوي، مېرمنې او ماشومان یې معلول شوي او له کلونو راهیسې له زد‌ه‌کړو هم محروم دي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې دوه لسیزې د جګړې اور تود و، د کامدېش او کوشتوزو کلیو ترمنځ خپلمنځي دښمني بله هغه ستونزوه وه چې د خلکو ژوند یې تریخ کړی و، خلک مو ډېر بې‌وزله دي، د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې یو.»

د کامدېش یو بل قومي مشر نورحبیب وایي، د ولسوالۍ په ډېرو کلیو کې روغتیایي اسانتیاوې نشته، کلیوال یې په ډېر کړاو له ساعتونو پلي مزل وروسته خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته وړي چې ډېر کله یې هلته هم د امکاناتو د کمښت له امله درملنه په سمه توګه نه کېږي.

هغه وویل: «زموږ ډېرو درو ته د موټر لارې نشته، هغه روغتیایي مرکز چې د ولسوالۍ په کچه شتون لري، له موږ څخه لرې دی، ډېر محدود خلک دغه مرکز ته لاسرسی لري، زما غوښتنه دا ده چې حکومت په لرو پرتو سیمو کې موږ ته هم روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.»

دوی له اسلامي امارته غواړي چې هېواد کې د جګړې له ختمېدو سره اوس دې محرومې ولسوالي ته د پراختیایي چارو برخه کې پاملرنه ډېره کړي او د ولس اړتیاوو ته په کتو، د بیارغونې، پوهنې، کرنې او مالدراري او روغتیا برخو کې ورته بنسټیزې پروژې پلې کړي.

ورته مهال، د نورستان ځایي مسوولین هم مني چې په تېرو دوو لسیزو کې حکومت د پرمختیایي چارو په برخه کې کامدېش ولسوالۍ ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې او خلک یې له ګڼو اساسي حقونو بې‌برخې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان پژواک ته وویل، حکومت هغو سیمو ته د پرمختیایي او پراختیايي چارو برخه کې پاملرنه ډېره کړې چې د تېرو کلونو پر مهال د ناامنیو له امله څنډې ته پاتې شوې دي.

نوموړي وویل: «له ښه مرغه په ټول هېواد کې امن راغلی، زموږ هڅه دا ده چې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په ګتو بنسټیزې پروژې پلې کړو، دا چاره نه یوازې نورستان کې بلکې په ټول هېواد کې د حکومت لومړیتوب دی چې محرومو سیمو ته پاملرنه ډېره کړي.»

د یادونې ده، کامدېش د نورستان په ختیځ کې پرته هغه ولسوالي ده چې له مرکز پارون سره تړلې مستقیمه لار نه‌لري او خلک یې د اړتیا پرمهال لومړی کونړ او بیا له هغې لارې پارون ښار ته ځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.