Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا ارګون کې د «درې» سیمې خلک له حکومته د لومړنیو خدمتونو غوښتنه کوي

ګردېز (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د «درې» یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د سیمې سړکونه یې خامه دي، روغتیايي، ښوونیزو او مخابراتي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته هم بشپړ لاسرسی نه لري.

د درې سیمه د ارګون ولسوالۍ له مرکزه ۳۵ کیلومتره واټن لري او شاوخوا دوه زره کورنۍ په کې اوسېږي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي میاولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په سیمه کې یې روغتون نشته او سړکونه یې هم خام دي.

هغه وايي: «دا یو لوی مشکل دی، کلینیک نه لرو، سړکونه هم خراب دي، کله چې مریضان پیدا شي، که مریض هم د نسايي ولادي مریض وي، بیا یې ډېر په مشکله د ولسوالۍ تر مرکزه رسوو، ځیني وخت په لاره کې ژوند له لاسه ورکړي.»

هغه ټینګار وکړ چې حکومت دې ورته روغتیايي مرکز جوړ کړي او مسلکي ډاکټران دې ورته وګوماري.

دغه راز، د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي رازګل هم د یادو ستونزو یادولو ترڅنګ وویل چې د دې سیمې ډېر اوسېدونکي د غرونو په لوړو برخو کې ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ده زیاته کړه: «زموږ کورونه ټول په غرونو کې دي، د څښلو اوبو برخه کې ډېر مشکلات لرو، اړتيا ده حکومت په دې برخه کې همکاري وکړي، ذخيرې دې راته جوړې کړي څو هر کور ته اوبه ورسېږي.»

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو بیا پژواک ته وويل چې سیمه کې یې ښوونځی نشته، ماشومان یې اړ دي هره ورځ ۱۵ کیلومتره مزل وکړي او د بلې سیمې ښوونځي ته ولاړ شي.

دوی دا هم وویل چې په سیمه کې هيڅ ډول مخابراتي خدمتونه نشته او په دې برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغوی ټینګار وکړ، حکومتي مسوولین باید د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو په توګه د دوی دغه ستونزې حل کړي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین هم د درې سیمې د اوسېدونکو یادې ستونزې تاييدوي او وايي چې رسېدنه ورته کوي.

په دې اړه د پکتيکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي چې د درې سیمې په ګډون د دغه ولایت د ټولو محرومو سیمو د خلکو ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه: «د ارګون درې سيمه واقعاً مشکلات لري، خو يوازې دا نه، بلکې پکتيکا يو شا ته پاتې ولايت دی، په اکثرو ولسواليو او لويو علاقو او کليو کې یې له مشکلاتو انکار نه شي کېدای، خو د حل لپاره يې موږ هوډ کړی، د الله ج سره مو تعهد کړی چې د خپلو وطنوالو مشکلات به حل کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د درې سیمې اوسېدونکي دا هم وايي چې د تېر حکومت پر مهال هم د دوی سیمه کې هيڅ ډول پرمختیايي پروژه نه ده پلې شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.