زرنج (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): نیمروز کې د محمدعارف په نوم یو ځوان چې له پنځو کلونو راهیسې پر نشهیي توکو روږدی و، وايي، شپږ میاشتې کېږي چې د نشهیي توکو کارول یې پرېیښي او اوس د جوارو خرڅولو له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي.
د زرنج ښار اوسېدونکی ۳۵ کلن محمدعارف اسحاقزی چې اوسمهال دغه ښار کې د جوارو پر خرڅولو بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پنځه کاله مخکې ایران ته ولاړ او هلته پر نشهیي توکو روږدی شو.
هغه وویل: «لس کاله مې په دولتي ادارو کې کار وکړ خو د یو لړ ستونزو له امله له کاره وایستل شوم، هر چېرته به چې تلم، دنده مې نشو پيدا کولای، اخر ایران ته لاړم، هلته کارګر وم او پیسې مې خپلې کورنۍ ته رالېږلې خو له بدهمرغه د یوه ملګري له خوا پر نشهیي توکو روږدی شوم او هېواد ته روږدی راستون شوم.»
هغه زیاته کړه: «پنځه کاله د نیمروز په کوڅو کې پر ډېرانونو ګرځېدم، په کنډوالو کې مې شپې او ورځې تېرولې او له درده ډک ژوند مې درلود.»
نوموړی په داسې حال کې چې وايي، نږدې یو کال مخکې د امنیتي ځواکونو له لوري د زرنج ښار د روږدو درمنلې مرکز ته ولېږدول شو او د ډاکټرانو تر درملنې لاندې و، زیاته یې کړه: «د خدای شکر دی چې درملنه مې وشوه او له درملنې وروسته پر ډېرانونو له ګرځېدو وژغورل شوم او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوم، اوس جوار خرڅوم، خوشحاله ژوند لرم، اوس یو پیاوړی انسان یم.»
هغه چې له درېیو میاشتو راهیسې په زرنج ښار کې د جوارو پر پلورلو بوخت دی، وايي: «کله چې خلک له ما جوار پېري، حیرانېږي چې شپږ میاشتې مخکې په کنډوالو کې پروت وم خو نن کار کوم، خوښ یم چې بېرته په خپلو پښو ودرېدم، هره ورځ تر ۵۰۰ افغانیو عاید لرم.»
ورته مهال، د محمدعارف مېرمن زرمینه خوشحاله ده چې حکومت د دې د خاوند د درملنې زمینه برابره کړې ده.
هغې وویل: «د خدای شکر دی چې خاوند مې جوړ شو، مخکې مې خپله خیاطي کوله، خیریه موسسو هم راسره مرسته کوله، په بدبختۍ او خوارۍ کې مو ژوند تېراوه، اوس مې خاوند د همدې کار له لارې هم د کور کرایه او هم خواړه پیدا کوي.»
دغهراز، د عارف ۱۲ کلن زوی ناصر چې د شپږم ټولګي زدهکوونکی دی، د خپل پلار د درمنلې او کور ته د هغه له راستنېدو خوښ دی، وايي: «مور مې په خوارۍ زما د قلم او کتابچې پیسې پیدا کولې، ځینې ورځې به ښوونکي وهلم؛ ځکه کتابچه به مې نه درلوده، اوس مې پلار جوړ شو او موږ ته هر څه اخیستلی شي، ډېر خوشحاله یم.»
خو دا یوازې محمدعارف نه دی چې نشې یې پرېیښې او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلی، د زرنج ښار یو بل اوسېدونکی ۳۵ کلن غلامنبي چې د تازه د روږدو درملنې له مرکزه مرخص شوی، وايي، لس کاله پر نشهیي توکو روږدی و او درې وروستیو کلونو کې یې خپله کورنۍ پرېیښې وه او په یوې کنډواله کې یې شپې او ورځې تېرولې.
هغه زیاته کړه: «کله چې په کنډوالو کې پروت وم، له خپلې مېرمنې او ماشومانو خبر نه وم، کورنۍ مې څو ځلې اقدام وکړ چې درملنه مې وکړي خو د اعتیاد پرېښودو په مرکز کې د درملنې وخت ۴۵ ورځې وو، له رخصتېدو وروسته به مې بېرته نشهیي توکو ته مخه کوله، خو دا ځل مې ډېرې سختې تېرې کړې، کلکه پرېکړه مې وکړه چې د دغو موادو کارول پرېږدم.»
نوموړی چې شپږ میاشتې د روږدو درملنې په مرکز کې بستري و، اوس یې د نشهیي توکو کارونه پرېیښې او خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وویل: «هڅه کوم چې ژر خپل یو کاروبار پیل کړم او نور هېڅکله نشهیي توکو ته نږدې نشم.»
ورته مهال، د نیمروز د روږدو درملنې دولتي مرکز امر مولوي اغاجان مظهري وايي، دغه مرکز یو کال مخکې جوړ شوی او یو پړاو کې د ۱۰۰۰ روږدو د درملنې ظرفیت لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، د یاد مرکز له جوړېدو څخه تر اوسه د ۳۱۵۰ روږدو درملنه شوې او اوس مهال پهکې ۹۵۰ روږدي تر درملنې لاندې دي.
ورته مهال، د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې امر عبدالواسع ریحان وویل چې زرنج ښار کې د روږدو شمېر کم شوی؛ ځکه د درملنې او د نشهیي توکو د پېر او پلور مخنیوي برخه کې یې جدي اقدامات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت ځواکونه هر ورځ د نشهیي توکو پوړۍ خرڅوونکي نیسي او زندان ته یې لېږدوي.»
د هغه په خبره، د روږدو ټولول د نظم د رامنځته کېدو او د ناامنۍ د پېښو د کمېدو لامل هم شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP