Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت کې په اوو ولایتونو کې څه باندې ۳۴ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۹ زره جریب ځمکه امارتي تثبت کړې او په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځمکو له غصبه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع‌الاول میاشتې په اوږدو کې په غور، ميدان‌وردګو، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشېر ولایتونو کې ۳۴ زره او ۱۸ جریب ځمکه له څېړنې او تثبیت وروسته استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

سرچينې لیکلي چې تر ټولو ډېره استرداد شوې ځمکه په ميدان‌وردګو ولایت کې ده چې ۱۴ زره او ۷۴۶ جریبه کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد پلاوي د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۲۳ ولایتونو کې ‎څه باندې ۲۵۹ زره جریب ځمکه امارتي تثبیت کړې او څه باندې ۵۶۷ زره جریب نوره یې په ۳۳ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نیولې ده.

یاد زارت زیاته کړې چې د امارتي ځمکو د څېړنې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.