Language

د عدلیې وزارت سرپرست سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ ټولنې کنفرانس کې ګډون کړې

کابل (پژواک، ۱۷ حوت ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د عدلیې وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ ټولنې له لوري «د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو» په نوم جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمد‌الله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د اسلامي نړۍ د ټولنې له لوري «د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو» په نوم جوړ شوي دوه ورځني نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

نوموړي به دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې جوړ شوې چې د څه باندې ۹۰ هېوادونو دیني عالمانو ګډون پکې کړې دی.