Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل په سروبي کې د ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۳): د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار نن پیل شو او د شاوخوا ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت به د یوه کال په موده کې پلې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د ۷۷ ترکي او زولرستان داخلي شرکت په دې پروژه کې ۱۸ میلیون ډالر پانګونه کوي او په بشپړېدو به یې د کابل صنعتي پارکونو او دغه راز عامو هېوادوالو د برېښنا ستونزې حل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې تړاو په سروبي کې جوړې شوې غونډې ته وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې نن په افغانستان کې د پاکې انرژۍ یوه داسې پروژه پيلېږي چې هغه نه یوازې د چاپېریال ساتنې برخه کې زموږ د هېواد مقاومت زیات او د دې انرژۍ برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوي، بلکې د اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.»

هغه وویل، د برېښنا د تولید دا ډول پروژې کولای شي په تدريجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان اتکا راکمه کړي او په کور دننه له شته سرچینو برېښنا پوره شي.

د ده په خبره، د لمريزې برېښنا د تولید دا ډول پروژې په هېواد کې د پانگونې کچه، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړوي او دغه راز به له هېواده د اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دا به په لويه کې د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.

برادر په ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړکوونکو نړۍوالو سازمانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید برخه کې لازمه همکاري وکړي او په افغانستان کې ځنډېدلې پروژې له سره پیل کړي.

هغه دغه راز وویل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله ډېر متضرر شوی؛ په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په تخریب کې یې هيڅ ډول فعالیت نه دی ترسره کړی.

د هغه په خبره، د نړۍوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او پرته له استثناء ټول هېوادونه ترې متاثره دي؛ نو ځکه دغه مسوولیت ګډې همکارۍ ته اړتيا لري.

د افغانستا برېښنا شرکت رییس ډاکټر عبدالباري عمر په ننني مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره ولس ته هره ورځ د ابادۍ زېري ورکول کېږي، هغه ژمنه عملي کوي چې هېوادوالو ته پاکه او ډاډمنه برېښنا چمتو کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ګډ کار کېږي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان برېښنا شرکت دروازې د پانګوالو پر مخ پرانيستې دي، راځئ ستونزې په فرصتونو بدلې کړو.»

ده هم وویل چې د یادې پروژې په بشپړېدو به تر يوه بريده د برېښنا کمښت ستونزه هواره شي.

د کابل والي امین‌الله عبید په نننۍ ناسته کې وویل چې کابل کې امنیت ټېنګ دی ، د کار او پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

هغه زیاته کړه: «جنایي جرمونو او انسان تښتونه پای ته رسېدلې او د پانګونې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.»

دغه راز، کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال وویل: «د خوشالۍ ځای دی چې له افغانانو سره په داسې يوه پروژه کې همکاري کوو چې له مخې یې برېښنا تولید کیږي او بله دا چې خوشاله یو چې دا کار یو ترکي شرکت کوي.»

د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت مشر سلېمان جیلیو وویل، خوښ دی چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته په افغانستان کې د برېښنا د لوې پروژې چارې پیلوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د کجکی بند چارې په ښه ډول ترسره کړې، کندهار کې مو د ۱۵میګاواټه سولرې برېښنا سېسټم جوړ کړی، دا پروژه ده؛ د انرژۍ د تولید لپاره چې له بادۍ انرژۍ برېښنا تولیده شي خبرې روانې دي، غواړو چې دغه ښکلی هېواد له وراداتي هېواده په صادراتي هېواد بدل شي.»

دغه راز، افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وویل، ټول چارواکي په دې هڅه کې دي چې حیاتي پروژې پلې کړي او افغانستان پر ځان بسیا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.