ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو

author avatar
12 Oct 2024 - 17:43
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو
author avatar
12 Oct 2024 - 17:43

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): تېره اونۍ ځينو بنسټونو افغانستان کې د نجونو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، روسيې ویلي، په منځنۍ اسیا کې د سولې لپاره له ا.ا سره خبرې اړینې دي، افغان چارواکو یې هرکلی کړی او امریکا له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو په تړاو اندېښنه ښودلې، خو ا.ا وايي، له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • اوشاکوف: د ا.ا نوم به ډېر ژر د روسیې ترهګرو سازمانونو له نوملړه لرې شي.
  • له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو په تړاو د امریکا اندېښنې، ا.ا: له افغانستانه هیڅ هېواد ته ګواښ نشته.
  • روسیه: منځنۍ اسیا کې د سولې لپاره له ا.ا سره خبرې اړینې دي: فطرت: د روسیې له مثبت دریځه هرکلی کوو.
  • د نجونو نړۍواله ورځ؛ رزا اوتونبایوا: افغانستان کې دغه ورځ په ویر نمانځل کیږي.
  • د یو میلیارد ډالرو په لګښت د ګازو استخراج تړون وشو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظور شوې.
  • کابل: د پاکستان حکومت او د سیاسي مخالفينو ترينګلتیا د اندېښنې وړ ده. اسلام‌اباد: ا.ا دې د خپلو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې دوو بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو کسانو فراه کې یو کس د چړو پر ګوزارونو وژلی او د هغه مېرمن یې ټپي کړې، کندهار کې یو کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی او سرپل کې یو کس خپل پلار وژلی دی.

د راپورونو له مخې، ننګرهار کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ افغانستان کې په دوو بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د روسيې له تور لېسته د ا.ا لرې کول

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت به د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي.

هغه ويلي چې له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې روسیه په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت نوم، د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روسیې فدراسیون دغه پرېکړه ستایلې او وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له هېوادونو سره پر تعامل باور لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې په دې تړاو فکر وکړي.

ښاغلی فطرت زیاتوي:«د روسیې فدراسیون دغه پرېکړه د ستایلو ده چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی له ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي او دا د اړیکو او تعاملاتو د پراختیا په برخه کې اغېزناک ګام دی. د افغانستان اسلامي امارت پر تعاملاتو باور لري او تعامل د ټولو لورو په ګټه دی.»

دا په داسې حال کې دی چې قزاقستان د لومړي هېواد په توګه د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت وایستل او ورپسې قرغیزستان هم ورته اقدام کړی دی.

له ا.ا سره د خبرو کولو وړاندیز

تېره اونۍ، د روسیې د فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو رییس ګریګوري کراسین تاجکستان کې د منځنۍ اسیا سیمه‌ییز امنیت په تړاو غونډه کې ویلي، منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره خبرې اړینې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پيغام کې ویلي: «موږ د روسیې فدارسیون د دغه مثبت دریځ هرکلی کوو، واقعیت هم همدا دی چې له اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو ډيالوګ او خبرې د سیمه‌ییز ثبات او د اړیکو لا پراختیا لپاره مهمې دي.»

ده ویلي، سیاسي ډيالوګ د مثبتو تعاملاتو لپاره لاره جوړوي او اسلامي امارت هم د خبرو اترو له لارې په رغنده سیاسي تعامل باور لري.

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما سیاسي برخې مسوول سکاټ سمېټ ويلي، په هڅه کې دي د خبرو له لارې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مثبتې اړیکې او د باور فضا رامنځته کړي او د بحث وړ لویو موضوعاتو ته اساسي حل‌لارې ولټوي.

له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو په اړه د امریکا اندېښنې او د ا.ا غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر، د افغانستان له خاورې د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې متحده ایالات بیا له افغانستانه تر ترهګریزو بریدونو لاندې رانه‌ شي او موږ په دې برخه کې خپل ظرفیتونه ساتو. موږ څرګنده کړې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري حقونو په اړه د طالبانو د چلند بدلون، نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار کولو په اجازې پورې اړه لري.»

په ورته وخت کې، د امریکا دفاع وزارت د ویاند مرستیالې صبرینا سینګ په افغانستان او سیمه کې د القاعده ډلې ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله حضور نه ‌لري او په دې تړاو اندېښنې بې‌بنسټه دي.

هغه ویلي:«په دې اړه ټولې اندېښنې بې بنسټه بولو او دغه ادعاګانې موږ ردوو چې ګواکې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه دی، له افغانستانه بل هیڅ هېواد ته تشویش او تهدید نه‌دی متوجه، په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه‌لري او د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته تهدید متوجه کړي.»

د نجونو نړۍواله ورځ

تېره اونۍ، د روان زېږديز کال د نجونو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د «راتلونکي لپاره د نجونو لید» تر شعار لاندې ونمانځل شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې دغه ورځ افغانستان کې په خورا غم سره نمانځل کېږي.

د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا په هېواد کې پر نجونو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د ښځو او نجونو ژوند ته ډېر زیانونه اوښتي، اوړي او افغانستان شاتګ کوي.

هغې پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په دې اړه خپله کړنلاره بدله کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې نجونې د خپلو حقونو د خوندیتوب او پر وړاندې یې خنډونو لرې کولو په موخه یو ټولیز اقدام ته اړتیا ده.

سرچينې ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید پانګونې او د نجونو غږ بايد پياوړی شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو تامین ته ژمن دی او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

پانګونه او اقتصادي پرمختګ

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه ازبکستاني شرکت سره د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه وکړي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا لس میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو تړونونه منظور او د ۱۵ نورو یې تعدیل کړي دي.

تېره اونۍ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۱۸.۲ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

افغان چارواکو ویلي چې د «رېنیووا» په نوم یوه کمپنۍ غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي او یوه هندي پانګوال هم افغانستان کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزارتو څرګندونې

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د پاکستان مخکني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه هېواد په ځينو ایالتونو کې پراخې مظاهرې پېل کړې او له زندانه یې د نوموړي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دا لاريونونه له هغه وروسته په تاوتريخوالي واوښتل چې پاکستاني پوليسو مداخله وکړه او لسګونه کسان يې ونيول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتیا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وايي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، جاپان له افغانستان سره د څه باندې اووه میلیون ډالرو مرستې اعلان کړې او د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانستان سره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیايي کېټونو مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان کې راتلونکي ژمي کې د اړینو بېړنیو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.