خوستښار (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): په خوست کې د ګونګيانو ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي او ښوونکي له مسوولينو غوښتنه کوي چې د زدهکړو بهير کې د شته ستونزو په هواري کې مرسته ورسره وکړي.
هغوی دا څرګندونې نن په هغې غونډه کې وکړې چې د يادو زدهکوونکو او ښوونکو د هڅونې په موخه جوړه شوې وه.
د دغه ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي چې نه څه اوري او نه غږېدلی شي، د خپلو ښوونکو په مرسته پژواک خبري اژانس ته د لاسونو په اشاره وويل، لويه ستونزه چې دوی ورسره مخ دي، د ښوونځي ودانۍ نشتوالی دی.
هغوی دغه راز زیاته کړه، ځانګړی ښوونيز نصاب نه لري او دغه راز نورې بېلابېلې ستونزې لري چې د دوی ښوونيز بهير يې له خنډ سره مخ کړی دی.
د دغه ښوونځي يوه زدهکوونکي سعیدالرحمن پژواک ته وويل: «موږ مکتب نه لرو، موږ قلمونه او کتابچې نه لرو، د ترانسپورټ لپاره دوه واړه موټر نيول شوي چې هغه هم ډېر زاړه او له کاره لوېدلي دي، بل موږ ته بدل اعاشه ډېره کمه راکول کېږي.»
يوه بل زدهکوونکي سرفراز وويل چې د ځانګړي ښوونيز نصاب د تدريس ترڅنګ دې ورته په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمينه هم برابره شي.
هغه وويل: «زموږ لپاره بايد د نجارۍ او خياطۍ کورسونه برابر شي او همدا ډول نور حرفوي کورسونه برابر شي چې هغو کې موږ خپلې زدهکړې وکړو.»
په همدې حال کې، د يوه معلول زدهکوونکي پلار عبدالصمد پژواک ته وويل، له کله چې یې خپل ګونګی نهه کلن زوی په دغه ښوونځي کې شامل کړی، ډېر څه يې زده کړي دي.
هغه وايي، د يادو زدهکوونکو د ښې روزنې لپاره بايد اړوند حکومتي مسوولين ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
دی وايي: «هغه معلولین چې پښې او يا يې لاس نشته، هغوی ته د دولت له خوا مياشتني ځانګړي حقوق ورکول کېږي، خو دغه کسان چې هم د ټولنې او هم د ځان د اوږو بار دي، هيڅ امتياز نشته ورته.»
ورته مهال، د خوست د تخنيکي او مسلکي زدهکړو امر فخرالله سهيل پژواک ته د ګونګيانو ځانګړې لېسې زدهکوونکو ستونزې تایید کړې.
هغه وايي: «دې شاګردانو ته بايد يو ډونر پيدا شي، موسسات پيدا شي، او همکاري ورسره وکړي؛ هغه ضرورتونه او نيمګړتياوې چې دوی يې لري، موږ پرې خبر یو، خو متاسفانه کومه اداره موږ نه شو پيدا کولای چې له دوی سره همکاري وکړي.»
د يادونې ده، د ګونګيانو په ياد ښوونځي کې نږدې دوه سوه زدهکوونکي زدهکړې کوي چې دا مهال تر نهم ټولګي رسېدلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن