Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې یو شمېر کروندګرو د پستې باغونو جوړولو ته مخه کړې

دایکنډي کې یو شمېر کروندګرو د پستې باغونو جوړولو ته مخه کړې

author avatar
12 Nov 2024 - 16:43
دایکنډي کې یو شمېر کروندګرو د پستې باغونو جوړولو ته مخه کړې
author avatar
12 Nov 2024 - 16:43

نیلي (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): دایکنډي کې ځیني کروندګر وايي چې تازه یې په دغه ولایت کې د پستې نیالګیو اېښودل دود شوي او د پستې ونې د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو له اقلیم سره ښه سازګاري لري.

دایکنډي د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی چې د مسوولینو په وینا، د اوسېدونکو ژوند یې ۹۰ سلنه په کرنیزو محصولاتو پورې تړلی دی.

د دایکنډي کروندګر وايي، وچکالیو سخت زیانونه ور اړولی، له همدې امله هڅه کوي څو د پستې ونې چې د کمو اوبو پر وړاندې ډېر مقاومت لري، دود کړي.

د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکی بختیار حیدري چې څو کاله مخکې یې په لومړي ځل له هراته دغه ولایت ته د پستې زړي او نیالګي راوړي او دود کړي وايي چې د پستې نیالګي د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو له اقلیم سره ښه سازګاري لري او کولای شي کروندګرو ته ښه عایداتي سرچینه وي.

هغه زیاته کړه: «د دې لامل چې ما د پستې نیالګي کېښودل، دا دی چې څېړنه مې پرې وکړه چې امکان یې شته که نه، له تخنیکي او علمي اړخه مې ومونده چې د دایکنډي د ډېرو سیمو له اقلیم سره سازګاري لري او هغه مې دود کړې.»

حیدري چې اوس په دایکنډي کې د پستې نیالګیو اېښود بنسټګر په توګه پېژندل کېږي په دې اړه چې د پستې زړي یې د لومړي ځل لپاره له هراته دایکنډي ته راوړل او هغه یې وکرل او پر نیالګیو یې بدل کړل وايي، په ډېرو هڅو وتوانېد چې د پستې نیالګي دود کړي.

هغه زیاته کړه چې د پستې ونې د بادام په پرتله کمو اوبو ته اړتیا لري او ډېر عمر کوي.

هغه څرګنده کړه، په بازارونو کې د پستې بیه هم لوړه ده او کولای شي کروندګرو ته مهمه عایداتي سرچینه وي.

هغه زیاته کړه: «دا زموږ رسالت دی چې د خپلو خلکو لپاره د کرنې برخه کې یو نوښت رامنځته کړو، زه په دایکنډي کې د پستې ونو دودوونکی یم او ډېر لګښتونه مې کړي، د پستې دودولو لپاره مې پر خلکو د پستې ۶ زره نیالګي وړیا ووېشل.»

د دایکنډي دغه مشهور کروندګر چې اوس یې په خپلو ځمکو کې د پستې یونیم زر نیالګي اېښي، هیله‌من دی چې په راتلونکي کال کې حاصل ورکړي.

د مسوولینو په خبره، د پستې ونې په خدیر، شهرستان او پاتو ولسوالیو کې دود شوې او کروندګر هڅه کوي چې دا نیالګي له دې امله چې کمو اوبو ته اړتیا لري، لا دود کړي.

د عبدالرحیم په نوم د دایکنډي یو بل بزګر وايي، سږ کال یې د پستې څو نیالګي وپېرل او په خپله ځمکه کې یې کېښودل.

هغه زیاته کړه چې د څو وروستیو کلونو وچکالۍ د دې لامل شوې چې کرنیز حاصلات لکه بادام په بې‌مخینه توګه کم شي، له دې امله یې پرېکړه وکړه چې د پستې ونې چې د کمو اوبو پر وړاندې مقاومې دي، کېږدي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه مې خپله د پستې حاصل نه دی لیدلی، خو تبلیغات مې ډېر اورېدلي، هغه خلک چې پوهېږي وايي چې که پر پسته کار وشي، حاصل به یې د بادامو په پرتله ډېر شي.»

عبدالرحیم دغه‌راز وویل، پسته د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر ښه مقاومت لري خو بیا هم پالنې ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ، بزګران دې د بادام د ونو ترڅنګ د پستې نیالګیو اېښودو برخه کې هم هڅه وکړي.

یاد بزګران په دې برخه کې د حکومت د ملاتړ غوښتونکي دي.

د دایکنډي بزګران وايي چې په خپلو ځمکو کې یې د پستې نیالګي اېښي دي.

ورته مهال، د دایکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، څو وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د نیالګیو اېښودل دود شوي دي.

د دایکنډي د کرنې ریاست د ترویج مدیر هاشم بهزاد وویل، یادې ادارې د پستې د ونو دودولو لپاره چې د دغه ولایت له اقلیم سره ښه سمون لري، هڅه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د کرنې ریاست په شهرستان، خدیر او پاتو ولسوالیو کې بزګرانو ته د پستو نیالګي وېشلي دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال دوی له بزګرانو د ملاتړ لپاره په یادو ولسوالیو کې یوه پروژه پلې کوي.

بهزاد زیاته کړه، په څو وروستیو کلونو کې وچکالیو د ونو په ګډون د کرنیزو حاصلاتو لویه برخه له منځه وړې وه، له دې امله د پستې نیالګیو دودول دغه زیانونه جبرانولای شي.

هغه وايي چې د پستې ونې په غرنۍ یا للمي او اوبیزه توګه پالل کېږي او په دایکنډي کې په اوبیره توګه دود شوې دي.

هغه دې ته په اشارې چې پسته لږو اوبو ته اړتیا لري، ټینګار کوي چې دا ونې د بزګرانو د اقتصاد په ښه والي کې اغېزناکې ثابتېدلای شي.

Views: 109

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.