Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي له ایرانه د افغان بندیانو په انتقال کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

متقي له ایرانه د افغان بندیانو په انتقال کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنګ ویلي چې دغه هېواد دې د افغان بندیانو په انتقال کې هراړخیزه همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال وزیر دکتور عسکر جلالیان او مل پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.

سرچینه کاږي چې په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو او سیمه‌ییزو سیاسي همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې ناست کې له څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله له ایرانه د مننې کولو ترڅنگ ویلي چې دغه هېواد دې له یادو کډوالو سره ښه تعامل او حوصله ولري.

هغه دغه راز زیاته کړې چې اسلامي امارت د افغان بندیانو د استرداد برخه کې د ایران له حکومت سره ګډ کار ته ژمن دی او په دې اړه یې د دغه هېواد د عدلیې وزارت له مرستیاله غوښتنه وکړه چې د افغان بندیانو په انتقال کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

دغه راز، د ایران د عدلیې وزارت مرستیال دکتور عسکر جلالیان ویلي چې هېواد یې د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو او ثبات خوشاله دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان ته په سفر کې یې د دغه هېواد له بېلابېلو ادارو سره ډېر ښه او مثبت مجالس وکړل او زیاتوي چې هېواد به یې د خپلو همکاریو په دوام په نږدې راتلونکي کې د ترسره شوو توافقاتو پر اساس د افغان بندیانو د انتقال پروسه عملاً پیل کړي.

د نوموړي په خبره چې د افغان بندیانو د انتقال برخه کې به د افغانستان له اسلامي امارت سره لازمه همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.