Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: بشارالاسد وروسته له هغه له سوریې وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ او امریکا باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ‌ رول ونه لوبوي.

د راپورونو له مخې، د هیئة تحریر الشام کسان د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتلي او د سوریې ولسمشر بشارالاسد په یوه چورلکه کې له دمشق څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د بشارالاسد واکمني د هغه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو له برید وروسته پای ته رسېدلې ده.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې مخالفو وسله‌والو د بشارالاسد حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي او تر پرونه یې د حلب، حما، حمص او درعا ښارونه نیولي وو.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله تروټ سوشل خواله رسنۍ لیکلي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ.

ټرمپ ویلي: «اسد ولاړ، هغه له خپل هېواده ووت،‌ د هغه ساتونکې روسیه، روسیه، روسیه چې ولادیمیر پوتین یې مشري کوي، نور د هغه له ساتلو سره علاقه نه لري.»

ټرمپ زیاته کړې،‌ هېواد یې باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ‌ رول ونه لوبوي.

روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.