ترینکوټ (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د اروزګان اوسېدونکي وايي، درې لسیزې کېږي چې د اروزګان – کندهار ترمنځ د لویې لارې جوړولو ته انتظار باسي او زیاتوي چې د مخکنیو حکومتونو په ګډون یې تراوسه چا غږ نه دی اورېدلی.
د اروزګان – کندهار لویه لار چې ۱۶۵ کیلومتره اږودوالی لري، یوازې دوه برخې یې په نسبي ډول د مخکني حکومت له لوري جوړې شوې او یوه برخه یې لا هم خامه پاتې ده.
د اروزګان ولایت یوه اوسېدونکي مطیعالله چې باروړونکی موټر لري،پژواک خبري اژانس ته وویل، په پاخه او اساسي ډول یې د دې لارې جوړېدو ته کلونه انتظار کړی دی.
هغه وویل: «څه باندې شل کاله په تېر حکومت او شاوخوا درې کاله د اسلامي امارت په راتګ سره لا هم دا لاره په اساسي توګه جوړه نشوه، تراوسه مو چا غږ هم نه دی اورېدلی، باید توجه ورته وشي.»
نوموړي زیاته کړه، همدا تېره اونۍ یې پر دې لار په کیخي سیمه کې بار وړونکی موټر چپه شوی او لسګونه زره افغانۍ زیان ور رسېدلی دی.
ورته مهال، د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي شریفالله وویل، که د لارې خامه برخه هم په پاخه ډول جوړه شي، د دوی ستونزې به ورسره تر یوه بریده حل شي.
هغه زیاته کړه: «مسوولین یوازې په کال کې یو ځل د لارې د خامه برخې هوارکاري وکړي او د قیر شوو دوو برخو کنډ او کپر ځایونه هم په خاورو ډک کړي، نور هر څه همداسې پاتې شي، خو د لنډې مودې له تېرېدو سره لاره پخواني حالت ته وګرځي.»
دغه راز، د اروزګان – کندهار پر لویه لار د کټهسر سیمې یوه اوسېدونکي احمدالله وویل، د ژمي په موسم کې د بارانونو او سېلاب له امله دا لاره ډېری وخت تړل شوې وي.
هغه زیاتوي، ډېر کله باروړونکي او ان مسافروړونکي موټر په خټو کې بند پاتې وي.
هغوی غوښتنه کوي چې په پاخه او اساسي ډول د دې لارې جوړېدو ته باید حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي.
خو ځایي مسوولین د یادې لارې د اوسني حالت او جوړېدو په اړه څه وايي؟
د دغه ولایت د والي ویاند حافظ سمیعالله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، په اساسي توګه د دې لارې د جوړولو غوښتنه یې له مرکز سره شریکه کړې ده.
هغه وویل: «انشاءالله امید شته چې په لږ وخت کې به د لارې د جوړېدو امکانات برابر شي.»
د یادونې ده، اروزګان له نورو ولایتونو سره د وصل همدا یوازېنۍ لار لري چې په تړل کېدو یې دغه ولایت کې د ځايي خلکو ورځنۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP