Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې وروستۍ واوره او د لارو کنګل کېدل؛ د لاس او پښو ماتېدو پېښې ډېرې شوې

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د ځینو روغتونونو ډاکټران وايي چې په کابل ښار کې د وروستۍ واورې له کېدو وروسته د سړکونو او کوڅو کنګل کېدو له امله د خلکو د لاسونو او پښو ماتېدنو پېښې ډېرې شوې دي.

د یادونې ده، د تېرې اونۍ په وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې واوره وشوه خو د پلازمېنې ځیني اوسېدونکي وايي، له دې واورې سره د هوا سړېدو او د کوڅو او سړکونو کنګل کېدو له امله له ستونزو سره مخ دي او د خلکو د لوېدو او د لاس او پښو ماتېدو پېښې ډېرې شوې دي.

کابل ښار کې د دوو روغتونونو ډاکټران: د لاس او پښو ماتېدنو پېښې ډېرې شوې

د کابل په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د اورتوپیدي متخصص ډاکټر اکبر منګل پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد روغتون د اورتوپیدي او تروماتولوژي یوازېنی اختصاصي روغتون دی چې د افغانستان له ټولو ولایتونو ورته خلک راځي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم د پېښو شمېر د کال په ټولو میاشتو کې ډېر وي خو په ژمي کې نور هم ډېرېږي؛ د ترافیکي پېښو د ټپیانو ترڅنګ اوس هغه کسان هم ډېر ورځي چې د واورې پاکولو پر مهال له بامونو رالوېدلي او یا په کنګل شوو سړکونو او کوڅو کې لوېدلي او لاس یا پښو یې زیان لیدلی وي.»

نوموړی زیاتوي: «د څو ورځو ورښت په جریان کې هره ورځ یوازې بېړنۍ برخې ته له ۱۶۰ تر ۲۲۰ ناروغانو مراجعه کړې چې نږدې له ۱۷ تر ۲۵ کسان بستر شوي او نور پرته له دې چې بستر شي، درملنه یې کېږي او رخصتېږي.»

ډاکټر منګل چې ویل یې، د وروستیو ورځو د ډېری مراجعینو لاسونه یا پښې مات وي، زیاته کړه چې د واورې له ورېدو مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ کسانو دغه روغتون ته مراجعه کوله.

هغه ښاریانو ته سپارښتنه وکړه، که چېرې عاجل کار ونه لري، سفر دې نه کوي، د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي دې ترافیکي اصولو او مقرراتو ته پاملرنه وکړي او کورنۍ دې په واورینو او باراني ورځو کې خپل ماشومان کوڅې او سړک ته نه پرېږدي څو روغ پاتې شي او له اړتیا پرته ګرځېدو دې ډډه وشي.

ورته مهال، د کابل ښار د اندراګاندۍ روغتون د اورتوپیدي جراحي متخصص ډاکټر عبدالجمیل احمدزی هم وايي چې د لوېدو له امله د لاسونو او پښو د ماتېدو پېښې ډېرې شوې دي.

د هغه په وینا، له ورښتونو او یخبندانونو مخکې د هغو کسانو شمېر چې لاسونه او پښې یې مات شوي وو، د ورځې شاوخوا ۵۰ کسانو ته رسېده، خو په وروستیو ورځو کې دغه شمېر ۷۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

نوموړي وویل، ډېری دغه مراجعین ماشومان وي چې په واوره کې د لوبو او یخمالک پر مهال یې پښې او لاسونه مات شوي دي.

خو هغه وايي چې په ماشومانو کې د لاسونو او پښو ماتېدو پېښې د پسرلي او اوړي په موسم کې د ورځې څه باندې ۱۲۰ کسانو ته رسېږي؛ ځکه په دغو دوو موسمونو کې ډېری ماشومان له کوره بهر لوبې کوي، د لوبو پر مهال لوېږي، لاسونه یا پښې یې ماتیږي.

هغه کسان چې د لوېدو له امله یې د بدن غړو هډوکي مات شوي

د کابل ښار اوومې ناحیې اوسېدونکي محمدعالم ځدراڼ پژواک ته وویل: «د شنبې په ورځ کله چې دندې ته روان وم، سړکونه یخ وهلي وو، پښه مې واوښته او د پښې بند مې خوږ شو، وروسته مې د وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته مراجعه وکړه، هلته مې ډاکټرانو پښه پلستر کړه او د ډاکټر صاحب له هدایت سره سم د درېیو اونیو لپاره باید پلستر وي او په کور کې استراحت وکړم.»

ورته مهال، د کابل ښار د قلعه‌زمان خان اوسېدونکې لطیفه وايي: «د واورې ورېدو په ورځ په هغه دفتر کې چې کار کوم، غوښتل مې له زینې ښکته شم، مزایکې ډېرې ښوی وې، پښه مې وښویېده، ولوېدم، ملا مې ډېره خوږ شوه خو شکر کوم ځای مې مات نه شو.»

هغه له خلکو غواړي چې د واورې ورېدو په ورځ له ډېر ګرځېدو مخنیوی وکړي څو د لوېدو له خطره په امان کې وي.

دغه‌ راز، امنه د هغه ماشوم مور چې څو ورځې مخکې په کوڅه کې د یخمالک او واوره کې د لوبو پر مهال لوېدلی او لاس یې مات شوی وايي: «څو ورځې مخکې چې واوره ورېده، زوی مې ډېرې زارۍ وکړې چې اجازه راکړه بهر له ملګرو سره مې لوبې وکړم، کله چې بهر لاړ، د لوبو پر مهال یې پښه وښویېده، ولوېد او لاس یې مات شو.»

هغه زیاتوي: «بیا مو د اندراګاندي روغتون ته بوت، لاس یې پلستر شو او ډاکټرانو ویل چې باید شل ورځې یې لاس پلستر وي څو ښه شي.»

نوموړې له ټولو کورنیو، په ځانګړې توګه له میندو غواړي چې په واورینو ورځو کې خپلو ماشومانو ته له کوره بهر د وتلو اجازه ورنه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.