اسعداباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): کونړ کې امنيتي مسوولین وايي چې تېره ورځ یې د چپې درې ولسوالۍ په درګۍ سیمه کې یې د مشرقې په نوم یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له شکنجې وروسته په یوه خونه کې بندي شوې وه، ازاده کړې ده.
د کونړ د چپې درې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل، تېره ورځ یې په درګۍ سیمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له بنده ازاده کړې ده.
هغه وویل: «موږ اطلاعات ترلاسه کړل چې د درګۍ په سیمه کې د مشرقې په نوم یوه مېرمن د خپل خاوند حبیب سید له لوري شکنجه شوې او له تېرو دوو میاشتو راهیسې په یوه خونه کې زنداني شوې ده.»
هغه زیاته کړه چې یاده مېرمن د ډېرې شکنجې له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوې او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د نوموړي په خبره، د یادې مېرمنې خاوند نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
بلخوا، د مشرقې ورور عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، له خور سره یې د خاوند له لوري ظلم شوی او غوښتنه کوي چې حکومت باید سخته سزا ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP