محمودراقي (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ په نورخېل کلي کې د یوې خونې چت پرېوتو پېښه کې یوه ماشوم ژوند بایللی او پلار یې ټپي شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دغه ولایت د د دویمې حصې ولسوالۍ په نورخېل کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «په دې پېښه کې د یادې کورنۍ یو لس کلن ماشوم مړ او پلار یې ۳۴ مجیبالرحمن ټپي شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې ټپي کس تر درملنه لاندې دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP