کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): تیره اونۍ د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال له دې محکمې د ا.ا مشر او سترې محکمې د رییس د نیولو غوښتنه وکړه، خو ا.ا د یادې محکمې د څارنوال تورونه بېبنسټه وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل، همداراز یوناما د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام د اندېښنې وړ وباله، اروپايي ټولنې او ډنمارک له افغانستان سره ۵۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال له دې محکمې د ا.ا د رهبر او سترې محکمې د مشر د نیولو غوښتنه وکړه.
- بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالې جنايي محکمې د یوه څارنوال تورونه بې بنسټه وبلل او په کلکو ټکو یې وغندل.
- یوناما: د نجونو پر زدهکړو د بنديز دوام د اندېښنې وړ دی.
- ستانکزی: د امارت له مشرانو مو دا تقاضا ده چې د علم دروازې باید خلاصې وي.
- یو افغان زنداني له دوو بندي امریکایانو سره تبادله شو.
- د عربي هېوادونو ځینو مشرانو له افغان چارواکو سره د اړېکو پر لا پیاوړتیا او سیمهییز ثبات خبرې کړې دي.
- افغان قضايي پلاوي له ایراني چارواکو سره د افغان بندیانو د اعدام پروسې پر بدیلو چارو او ځينې نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
- اروپايې ټولنه او ډنمارک له افغانستان سره ۵۸ میلیون ډالر مرسته کوي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.
تېره اونۍ، د تخار امنیه قومانداني وویل چې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په مربوطاتو کې یو چیني وګړی وژلی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نېنګ په تخار کې د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې، له اسلامي امارته یې غوښتي چې د دې پېښې په اړه څېړنه وکړي او د یادې پېښې عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ځايي چارواکي وايي، غزني او فاریاب کې د دوو کسانو مړي موندل شوي او پروان کې له پخوا پاتې سرګلولې چاودنه کې څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د جرمونو نړۍوالې محکمې د یوه څارنوال غوښتنې ته د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ (پنجشنبه) د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال، کریم خان له دې محکمې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکيم حقاني د نیولو غوښتنه وکړه.
یاد څارنوال، د اسلامي امارت پر يادو دوو مشرانو تور پورې کړی چې د افغان نجونو او ښځو او د هغو کسانو چې د دوی له فکر سره برابر نه دي، د ځورونې مسوول دي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ا.ا د مشر او د سترې محکمې د رییس په اړه د یادي محکمې د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوهګونی چلند او سياسي هڅول شوې موضوع ده.
سرچينې ياد تورونه بېبنسټه بللي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت دغه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دغه جوړښت په داسې حال کې د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.»
سرچینه زیاتوي: «د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي.»
په اعلامیه کې راغلي چې دغه ډول ناسم چلند د یادې محکمې وار د مخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړۍواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بېمعنا کوي.
سرچینه زیاتوي، یاده محکمه دې هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.
دغه راز، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي، د نړۍوالې جزایي محکمې غوښتنه د سیاسي موخو د ترلاسه کولو یوه ناکامه هڅه، ناعادلانه غوښتنه ده او نړۍواله جزایي محکمه خپلواکه نه ده.
افغانستان کې د نجونو زدهکړې
یوناما تېره ورځ (جمعه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د میلیونونو نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله د زدهکړو نړۍواله ورځ د ژورې خواشینۍ او جدي اندېښنې سره نمانځي.
یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې، له اسلامي امارته یې یوځل بیا غوښتي څو دا بندیز لرې او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ولاړې شي.
اروپایي ټولنې هم د ټولو لپاره باکیفیته زدهکړې د افغانستان د هوساینې او ځان بسیاینې لپاره اړینې بللې دي.
دغه راز، د منځني ختیځ لپاره د بریتانیا د دولت وزیر هامیش فالکونر ویلي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې پهکې نجونې د منځنۍ او لېسې دورې زدهکړو اجازه نه لري.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د ا.ا چارواکو تل ویلي چې دغه بندیز دایمي نه دی او د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ورکړې ته ژمن دی.
خو تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ا.ا له مشرانو د نجونو پر مخ د علم دروازو د پرانیستې غوښتنه کړې.
هغه ویلي: «زموږ د امارت له مشرانو څخه دا تقاضا ده چې د علم دروازې باید خلاصې وي، دې ته هېڅ بهانه نه شته، نه به وي او نه به یې کوي.»
ستانکزي زیاته کړې: «نن موږ په څلوېښت میلیون نفوس کې له شل میلیونه سره بې عدالتي کوو، ایا موږ به د قیامت په ورځ دغسې راپورته نه شو چې ټول به فلج یو، میراث نشته، د مېړه د تعیین حق نشته، په بدو کې یې ورکوو، تعلیم ته یې نه پرېږدو، مسجد ته یې نه پریږدو، د پوهنتون دروازې پرې بندې دي، مدارسو ته یې هم نه پرېږدو، ایا موږ په شریعت باندې یو، نن ټوله نړۍ موږ سره په همدغه مشکل اخته ده او همدغه انتقاد کوي پر موږ باندې، موږ چې په کومه لاره روان یو، دا د طبیعت خبره ده، نه د شریعت.»
له دوو بندي امریکایانو سره د یو افغان بندي تبادله
تېره اونۍ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلی وو: «د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو تن افغان مجاهد بندي (خانمحمد) له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته راولېږدول شو.»
د بهرنیو چارو وزارت د خوشي شوو امریکایانو شمېر او نومونه نه وو په ډاګه کړي، خو لیکلي یې وو، خانمحمد چې د امریکایي محکمو له لوري د عمري بند سزا ورته اورول شوې وه او په کلیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله، هغه نږدې دوه لسیزې مخکې په ننګرهار کې نیول شوی و.
د امریکايي رسنیو خبر ورکړی و چې له افغان بندي خانمحمد سره په تبادله کې دوه امریکايي وګړي، راین کوربېټ او وېلیم مککېنټي خوشې شوې دي.
له دوه امریکايي وګړو سره په تبادله کې خوشې شوی افغان، خانمحمد د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د هدياخېلو اوسېدونکی دی، په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د دغه ولايت په فارم هډې سيمه کې امریکايي ځواکونو له لوري نيول شوی او د زندان پر مهال دوه ځلې پر عمري قيد محکوم شوی و.
د عربي هېوادونو له مشرانو سره د افغان چارواکو لیدنې
تېره اونۍ، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته تللي او هلته یې د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسائلو، سیمهییز ثبات د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نور مهم موضوعاتو په اړه یې بحث او خبرې کړې دي.
دغه راز، په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد سره په ليدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او بشري، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال، مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د قطر له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره په لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي او له دغه هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.
ایران ته د سترې محکمې د پلاوي سفر
تېره اونۍ، د سترې محکمې اداري مرستیال، شيخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو لوړرتبه قضایي پلاوی له ایراني مسوولینو سره د لیدنې په موخه تهران ته تللی و او هلته یې له بېلابېلو ایراني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدلي او قضایي همکاریو د ټینګښت، په ایران کې پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو د بیا غور، د اعدام پروسې د بدیلو چارو او د ایران په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو بندېدو د حل لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
حقاني له ایرانه غوښتي چې پر اعدام له محکومو افغان زندانیانو سره د اسلامي اخوت له مخې نرمي وکړي او د دغو کسانو نومونه دې له افغان حکومت سره شریک کړي، د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې ایران کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسوغوښتنه کوي.
دغه راز، د افغانستان د سترې محکمې قضایي پلاوي ویلي له ایرانه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږد بهیر ته بشپړ چمتووالی لري او له هغه هېواده یې غوښتي چې د زندانیانو د هویت له تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل کړي.
د مرستو دوام
تېره اونۍ، اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۵۲.۵ میلیون یورو او ډنمارک بیا ۲،۸ میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP