بامیان (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.
د خلکو په خبره، د بامیان روغتیایي مرکزونو کې تخصصي لکه د عصابو، جلدي او ستوني او غوږ برخې نشته او ناروغان مجبور دي چې د تشخیص او درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.
د چمنعلي په نوم یو کس چې ملا یې درد کوي، وایي: «دوه اونۍ کېږي چې د ملا له درده کړېږم، د بامیان روغتیایي مرکز ته له څو ځلي مراجعې او د درملو مصرفولو وروسته تر اوسه هم ښه شوی نه یم.»
نوموړي زیاته کړه چې د پرمختللو دستګاوو لکه د MRIنشتوالي له امله ښايي بامیان کې یې د ناروغۍ تشخیص ونه شي او مجبور دی د درملنې لپاره کابل ته ولاړشي.
د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي حیدر کریمي وویل چې د بامیان ولایتي روغتون کې کافي امکانات نشته، ډېری ناروغان اړ دي د درملنې لپاره کابل یا نورو ولایتونو ته ولاړ شي.
ورته مهال، د داخله ناروغیو یوه ډاکټر رمضان ابراهیمي په دغه ولایت کې د روغتیایي ستونزو د تایید ترڅنګ وویل: «تخصصي برخو کې د امکاناتو کموالي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»
هغه د عامې روغتیا له وزارته او اړوندو بنسټونو غوښتنه وکړه څو د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
د بامیان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو پرسونل او تخصصي کادرونو د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.
د بامیان د عامې روغتیا رییس ډاکټر جواد حکیمي وویل، دمګړۍ په دغه ولایت کې ۱۱۸ روغتیايي مرکزونه فعال دي او هر یو یې د شته ظرفیتونو او امکاناتو مطابق د مراجعینو خدمت کې دي.
نوموړي وویل، ټاکل شوې چې په راتلونکي کې د اړتیا وړ امکاناتو په درلودو سره د بامیانو په څلورو ولسوالیو کې څلور روغتیایي مرکزونه فعال شي چې په فعالېدو به یې روغتیايي برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې یو څه هوارې شي.
د حکیمي په خبره، د نفوس ډېروالی او له څنګلورو ولایتونو د ناروغانو مراجعې ولایتي روغتون له ستونزو سره مخ کړی او ځيني وخت ممکن د خدماتو او درملو له پلوه ناروغانو ته رسېدنه ونه شي.
د بامیان د عامې روغتیا رییس وویل، نفوس او د مراجعینو شمېر ته په کتو چې د ورځې څه باندې زر کسان یوازې ولایتي روغتون ته مراجعه کوي، اړتیا ده څو دغه روغتون حوزوي روغتون ته ارتقا وکړي څو د ډېرو متخصصینو او امکاناتو د جذب زمینه برابره شي.»
هغه دغهراز وویل چې د ولایتي روغتون د ارتقا او د دغه مرکز د اړتیاوو پوره کېدو په موخه هڅې روانې دي او د بامیانو عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت د خلکو روغتیایي ستونزې د عامې روغتیا له وزارت او د اغا خان له دفتر سره شریکې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP