کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاقه د مخنیوي برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک سرپرست نوراحمد اغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق مخنیوي اړوند مسايلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست وویل چې دغه بانک د خپلو قانوني او ملي مسوولیتونو په چوکاټ کې په پوره تعهد سره هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتنې او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
هغه ویلي: «د بیو او د اسعارو د تبادلې په نرخونو کې بدلونونه نه یوازې زموږ په هېواد، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي، لله الحمد افغانۍ په تېرو څو کلونو کې د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده چې دا د افغانستان بانک د هلو ځلو، د درنو هېوادوالو د باور او نورو اړوندو ادارو د همکاریو او ښې همغږۍ پایله ده.
د افغانۍ د وروستیو نوساناتو په اړه نوموړي ډاډ ورکړ چې دا نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې وړ نه دي.
دی زیاتوي، په مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو عرضه، د اسعارو د مبادلې د شفافیت او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.
هغه همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال له صرافانو وغوښتل چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاقه د مخنیوي برخه کې همکاري وکړي او که په دې برخه کې سرغړونه ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د لارښوونو د رعایت ژمنه وکړه.
دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې لوړ شوی او ټاکل شوې سبا د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه ۲۵ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP