د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاقه د مخنیوي برخه کې همکاري وکړي.