کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ا.ا وویل چې د نړۍوالې جنايي محکمې په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي، اوایسي له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ تعامل ټینګار وکړ، پاکستان اعلان وکړ چې له اسلاماباد او راولپندۍ څخه افغان کډوال وباسي او د ۱۷ هېوادونو ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو «لګول شوي محدودیتونه» اندېښمنوونکي وبلل.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ا.ا: د نړۍوالې جنايي محکمې په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولو
- اوایسي: له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ او له سلیقوي چلند پرته تعامل کوو
- ملا عبدالغني برادر: هېوادونه دې د فشار سیاست پر ځای له ا.ا سره مثبت تعامل ته مخه کړي
- پاکستان له اسلاماباد او راولپندۍ څخه افغان کډوال وباسي.
- مولوي عبدالکبیر: هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي او زور زیاتي لاس واخلي
- د ۱۷ هېوادونو ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو اندېښنه ښودلې.
- امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت: د ښځو حقونو په نوم نیوکه دوهګونی چلند او سیاسي فشار دی
- د هند د سوداګرۍ وزارت: له افغانستانه هند ته واردات ډېر شوي
- ایران: په ازادو سیمو کې د افغان پانګهوالو ملاتړ کوو
مرګژوبله:
تېره اونۍ، بغلان، هلمند، میدانوردګو، غزني، خوست، فاریاب، ننګرهار، زابل، بدخشان او غور ولایتونو کې د ترافيکي پېښو، پاڼ غورځېدو او واورې ښویېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه شوي او ۴۸ نور ټپیان وو خو پژواک له دې پرته د نورو پېښو او پهکې د اوښتې مرګژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ په کندوز کې د کابل بانک مخې ته د یوه ځانمرګي برید له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او اووه نور ټپیان شول؛ په کابل کې د کور او ښار جوړولو وزارت په دروازه کې یو بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړ او درې نور ټپیان شوي وو، د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر اړوند سیمه کې د یوه زاړه ماین چاودنې درې کسان ووژل او دوه نور ټپیان وو او سمنګان کې یوه جومات ته د لاسي بم غورځېدو پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د نړۍوالې جنايي محکمې بېاعتباره ګڼل
تېره اونۍ، اسلامي امارت وویل چې د روم اساسنامې او پر بنسټ يې د «نړۍوالې جنايي محکمې په نامه جوړښت ته» ځان مکلف نه بولي او د تېر حکومت له خوا یادې اساسنامې ته الحاق حقوقي اعتبار نه لري.
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو د یادو څرګندونو ترڅنګ ویلي، د یادې محکمې تاریخ دا په ډاګه کوي چې د عدل او انصاف د اصل پر ځای یې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلن کړی او د افغانستان اسلامي امارت چې له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي، له دې تګلارې سره موافق نه دی.
د یادونې ده، شاوخوا درې اونۍ مخکې د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال کریمخان له دې محکمې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکيم حقاني د نیولو غوښتنه وکړه.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د یادې محکمې د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ د ا.ا د مشر او د سترې محکمې د رییس د نيول کېدو غوښتنه د ياد جوړښت د ډېرو نورو پرېکړو په څېر دوهګونی چلند دی، له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې او سياسي هڅول شوې موضوع ده.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د یادې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټينګار
تېره اونۍ د اسلامي همکاریو سازمان استازي طارق بخیت په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ او له سلیقوي چلند پرته پر تعامل ټینګار کړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، زدهکړو، له نشهيي توکو سره د مبارزې او بشري مرستو موضوعګانو په اړه خبرې کړې دي؛ دغه راز، بخیت د یوناما دفتر له مشرې سره په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو هم خبرې کړې دي.
ورته مهال، د افغانستان د رييسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په يوه ناسته کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د فشار سیاست پر ځای د افغانستان له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.
هغه ویلي، د فشار سیاست نه یوازې د تعامل پر وړاندې خنډ ګرځي، بلکې په خبره یې د ملتونو او هېوادونو ترمنځ واټن پراخوي.
دغه راز، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، افغانستان د نړۍ یوه برخه ده او اسلامي امارت په ټولو هغو مواردو کې چې له عقیدې او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ملي او اسلامي ګټو پر بنسټ مثبت تعامل ته چمتو دی.
افغان کډوال
تېره اونۍ، اسلاماباد کې د افغانستان سفارت ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د کډوالۍ د قانوني اسناد لرونکو په ګډون ټول افغان کډوال له اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو وباسي او یوازې هغه افغانان به پاتې کېږي چې د دغه هېواد ویزې لري.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې په یوه ناسته کې د کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي لاس واخلي.
دغه راز، یاد وزارت ویلي، په کوېټه کې پاکستاني پولیسو د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او یو شمېر افغانان چې په کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې شامل دي، د سپینبولدک له لارې هېواد ته رااړولي دي.
تېره اونۍ بیا د پاکستان له زندانونو ۲۰۷ افغانان چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله نیول شوي وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
دغه راز، تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په قاهره کې د افغان سفارت په هڅو د مصر، مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا له هېوادونو ۱۷ افغان بندیان راخوشي او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي بیا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له عمومي رییس پير کراهنبول سره د لیدنې پر مهال غوښتي چې دغه کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلومولو برخه کې همکاري وکړي.
د ښځو حقونه
تېره اونۍ، د ۱۷ هېوادونو ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو چې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او د اروپایي ټولنې استازي هم پهکې شامل وو، په افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
دوی دغه راز ویلي چې هيڅ دولت به د ښځو په حذفولو سره تلپاتې سوله، سوکالي او پایېدونکی راتلونکی ونهلري.
خو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیفالسلام خیبر د یادو هېوادونو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، د ښځو د حقونو په نوم پر دغه وزارت نیوکه د نړۍوالې ټولنې دوهګونی چلند او د اسلامي امارت پر ضد یو ډول سیاسي فشار دی.
هغه ویلي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، د ښځو، ماشومانو او د ټولنې ټولو قشرونو ته اسلام عادلانه حقوق ټاکلي دي.
دغه راز، تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار محدودیتونه به په راتلونکي کې اوږدمهاله زیانونه ولري.
هغې دغه راز په دې برخه کې د عملي او بېړنیو ګامونو پر وچتولو ټینګار کړی دی.
خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې د مېرمنو زدهکړو او کار ته ژمن دي.
له افغانستان سره اقتصادي اړیکې
تېره اونۍ، د هند د سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
هند ته د افغانستان په صادراتي توکو کې انځر، کچالو، بادام، زردالو، پیاز، انار او چهارمغز شامل دي.
دغه راز، تېره اونۍ د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي اعلان وکړ چې دغه هېواد له افغان پانګهوالو ملاتړ کوي او افغان سوداګر کولای شي چې د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP