کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د جاپان حکومت ترمنځ د شپږ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دغه خبر نن پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه تړون ۹۲۹ میلیون جاپاني ین چې شاوخوا شپږ میلیون امریکايي ډالر کېږي، ارزښت لري.
د سرچینې په حواله، د یاد تړون له مخې به د جاپان حکومت د راستنېدونکو افغان کډوالو، بېځایه شوو افغانانو او د هغوی د کوربه ټولنو لپاره د معیشت پروګرامونو ملاتړ ته زمینه برابره کړي.
د سرچینې په خبره، د دې هوکړې له مخې به د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید او پراختیا له فعالیتونو ملاتړ وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP