کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): ځینو نړۍوالو بنسټونو د ښځو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ځینې غوښتنې یې مطرح کړې، خو ا.ا وایي، د ښځو شرعي حقونه خوندي دي او د نقض په اړه څرګندونې یې د سیاسي فشار لپاره کاذبه دعوه ده.
ملګرو ملتونو د مارچ اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په توګه پېژندلې ده.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هغوی غږ به نړۍ ته ورسوي.
یونسکو لیکلي چې په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي او که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر به له څلور میلیونو څخه واوړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) له اسلامي امارته غوښتي، «څو هغه بندیزونه لرې کړي کوم چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي.»
یوناما لیکلي: «دغه بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي او د ملیونونو خلکو لپاره بېوزلي او انزوا زیاتوي.»
په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي: «اړینه ده چې د شته او راتلونکو ننګونو د حل لپاره هغوی (ښځو) ته مهم رول ورکړل شي؛ د زدهکړو او کار د حقونو بېرته ترلاسه کول به د هغوی ژوند، ټولنې او د افغانستان راتلونکي لپاره ګټور وي.»
یوناما لیکلي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو ملاتړ کوي او په «تدریجي ډول له ټولنیز ژونده د هغوی د ګوښه کېدو» غندنه کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا لیکلي چې اسلامي امارت له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا د ښځو د حقونو په اړه ۸۰ «سخت دریځه» فرمانونه وضع کړي دي.
یاد سازمان لیکلي: «۱،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو پاتې دي، ښځې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوې دي، هیڅ ښځه په سیاست کې، په ورزش کې او په هنر کې برخه نه لري او نړۍ دې په دې برخه کې غلې نه پاتې کېږي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، پر افغان ښځو پانګونه د افغانستان پر راتلونکې پانګونه ده او افغان ښځې له ګڼو ننګونو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.
یاد سازمان لیکلي: «موږ باید خپله خواخوږي پر عمل بدله کړو.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ د کرنې برخه کې د افغان ښځو ستاینه کوو؛ هغه ښځې چې د خوراکي امنیت، اقتصادي ودې او د لوږې پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لري.»
د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر نن په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د اسلام مبارک دین ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمنې په توګه یو لوړ مقام ورکړی او د هغې د حقونو، عزت او وقار ساتلو لپاره یې مشخص شرعي احکام وضع کړي دي.
هغه ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه شپږ مادهییز فرمان د ښځو شرعي حقوق تضمینوي او مسوولین، قومي مشران، دیني عالمان او مخور مکلفوي چې د ښځو شرعي حقونو تأمین ته ژمن واوسي.
هغه زیاته کړې، د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د ټولو انسانانو د حقونو تحفظ ته ژمن دی او دا خپل دیني مسوولیت ګڼي، له همدې امله د اسلامي شریعت پر بنسټ د ټولنې اصلاح او د ښځو د شرعي حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي.
خیبر ویلي، په تېرو شلو کلونو کې د ښځو حقونو تر نامه لاندې له ښځو سیاسي استفاده شوې او دا لړۍ اوس هم د نړۍوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو له خوا دوام لري.
خو هغه زیاته کړې چې دمګړۍ افغان مېرمنې له خپلو ټولو شرعي حقونو برخمنې دي، د عزت او وقار ژوند کوي.
د هغه په خبره: «په افغانستان کې د ښځو د حقوقو نقض یوه کاذبه دعوه ده چې یوازې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي؛ بېلابېل جهتونه له دې موضوع د خپلو موخو لپاره استفاده کوي، دا ادعا یوازې د هوایي خبرو تر حده محدوده ده؛ ځکه وروستیو نړۍوالو غونډو چې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې جوړې شوې، د ځینو سازمانونو او د اروپایي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو دوه مخیتوب بربنډ کړ؛ دا حقیقت ثابت شو چې دوی د حقایقو څخه ناخبره دي او د خپلو ګټو لپاره د افغان ښځو له سپېڅلي نوم څخه مکرر استفاده کوي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف وزارت له خوا په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو د میراث، مهر، نفقې، جبري ودونو، ربړونو، تاوتریخوالي او کورني بند اړوند له پنځوس زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP