Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او عمان د سوداګریزې راکړې ورکړې پر پراختیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست د عمان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د عمان د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې  وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې وکړې.

یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټور ترمنځ پر تبادلې هوکړه وکړه.

بهرنیو چارو وزارت وایي، همداراز دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو خوندیتوب سربېره پر سوداګریزې راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم خبرې وکړې، او هوکړه وشوه چې ګډ کاري ډلې او سکتوري ادارې به د یادو برخو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.