ایبک (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې څه باندې اته زره هکټاره کرنیزه ځمکه او څرځایونه له دغه طبیعي افته پاک شي.
د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نباتاتو ساتنې عمومي مدیر ګلابالدین غیاثي وايي چې ټاکل شوې د مضره ملخانو پر وړاندې د مجادلې د یوه کمپاین په ترڅ کې څه باندې اته زره هکټاره کرنیزې ځمکې او څرځایونه له دغه طبیعي افته پاکې شي.
هغه زیاته کړه چې دغه کمپاین به د یاد ولایت د مرکز ایبک په کلیو او ولسوالیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه چې که د یاد افت د پراخېدو مخه ونه نیول شي، په ډېر نږدې راتلونکي کې به د زرګونه هکټار کښتونو له منځه تلو لامل شي.
دغه راز، یو شمېر کروندګر وايي، څو کاله کېږي چې له دې اړخه زیان ویني او د ملخانو پر وړاندې مبارزه تر یوې اندازې کولای شي د دغه افت پراخېدو مخه ونیسي.
د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې یو کروندګر رووف وايي چې په تېرو کلونو کې یې د څو هکټاره ځمکې حاصلات د ملخانو د افت له امله له منځه ولاړل.
هغه د کرنې ریاست له یاد اقدام څخه خوښي څرګندوي او د ملخانو پر وړاندې د مبارزې پراخېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP