Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې

پل‌علم (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې په تېر یوه کال کې له دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو څخه سلګونه د موسیقي الې او وسایل راټولې کړې او نن یې وسوځول.

د لوګر ولایت د امر بالمعرف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو رییس مولوي عبدالحکیم حقاني وویل چې دغه ۵۰۰ د ساز او سرود آلې چې د لوګر ولایت بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر مراسمو څخه د محتسبینو له خوا راټولې شوې وې، نن وسوځول شوې.

هغه زیاته کړه: «دغه توکي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په رڼا کې راټول او له منځه یوړل شول.»

حقاني وایي، لوګر کې ۹۵ سلنه د منکراتو مخنیوی شوی او د ساز او سرود برنامې جوړول یې د شریعت خلاف کار وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې د ساز او سرود اسباب له پلورلو او استفادې څخه «ځانونه وژغوري او له دغو کارونو څخه دې په کله ډډه وکړي.»

نوموړي د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې امر بالمعروف ریاست محتسبینو سره همکاري وکړي او که چېرې په دغه ولایت کې هر ډول شکایت ولري د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست دروازه د هغوی پر مخ پرانیستې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.