نیلي (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): اقلیمي بدلونونو دایکنډي کې د خلکو پر کروندو ناوړه اغېز کړی؛ ځمکې وچې شوې او بزګران د ورښتونو په تمه دي، په داسې حال کې چې هره ورځ د خپلو حاصلاتو له راټولولو ناهیلي کېږي.
په دایکنډي کې مېوهلرونکې ونې چې یو وخت به بزګرانو مېوې ترې راټولولې، اوس د بېوخته یخنۍ له امله وچې شوې او کروندې د اوبو د کمښت او بېوخته ګرمۍ له امله له منځه تللې دي. دغه وضعیت د دایکنډي اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي او کارپوهان د دغه ولایت اقتصادي او ټولنیز راتلونکي ته اندېښمن دي.
د افغانستان په زړه کې غرنی ولایت دایکنډي ته دا مهال له بل هر وخته د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو له امله ډېر زیان اوړي، د دغه ولایت په لوړه جغرافیه کې، چېرته چې د خلکو ژوند پر کرنه پورې تړلی دی، د ورښت کمښت، بېوخته یخني، ناڅاپي سېلابونه او پرلهپسې وچکالۍ هغه لوی زیانونه دي چې دا مهال بزګران ورسره مخ دي.
بزګران: ځمکه نور حاصل نه ورکوي، کرنیز محصولات حاصل ته له رسېدو مخکې له منځه ځي
د محمداکبر حیدریف په نوم یو بزګر له ناهیلۍ په ډکو سترګو د پژواک اژانس خبریال ته وویل: «مخکې اوبه ډېرې وې، ان د کلیو ترمنځ اوبه په نوبت نه وې، هر وخت به مو کښتونه اوبه کول، په ژمي کې به ډېره واوره ورېده، اوس ژمی چې د واورې ورېدو او ورښت وخت دی، هیڅ نښه یې نشته، سږ کال له بدهمرغه چې نه ژمی سمه واوره وشوه او نه هم پسرلی، څه ناڅه کښت مو چې منی کړی و، هم بېوخته ساړه شو او ځینې یې یخني له منځه یووړ.»
هغه له څو شیبو چوپتیا وروسته لاسونه پر وچه ځمکه راکش کړل او ویې ویل: «سږ کال زموږ یوازینۍ هیله د مېوې ونې وې، خو د بادامو او نورو مېوو ونو ته د بېوخته یخني له امله زیان واوښت، هغه ځمکې چې موږ ته به یې یې ښه حاصلات راکول، اوس موږ ته په درانه بار بدلې شوې دي.»
دغه بزګر وایي، د دایکنډي د خلکو یوازېنۍ هیلې لومړی خدای ته او بیا یې خپلو محصولاتو ته وې، خو د کم ورښت، بېوخته سړو او ګرمۍ له امله ډېری دغه محصولات د له منځه تلو په حال کې دي نو له دې کبله چې د دایکنډي د خلکو عاید له کرنې سره تړلي دي، خلک د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون مقابلې لپاره دې پر حل لارو کار وکړي.
د دایکنډي یوه بل بزګر شایار په غمجن غږ وویل: «مخکې مو چینې او اوبیزې سرچینې لرلې، خو اوس ټولې وچې شوې چې څومره هڅه وکړو بیا هم دومره اوبه نه شو پیدا کولی چې خپل کښتونه پرې اوبه کړو، پخوا به هر بزګر ډېر ښه محصول تر لاسه کاوه، هر بزګر به ۵۰۰ منه یوازې د غنمو حاصل تر لاسه کاوه، خو نن دې وچکالۍ کې ان ۵۰ منه غنم هم نه شو تر لاسه کولای.»
نوموړي اندېښنه وښودله چې د ټولو کروندګرو لګښتونه کرنیزو محصولاتو پورې تړلي دي او دا چاره د خلکو د ډېرې بېوزلۍ لامل شوې ده.
دا کروندګر خبرداری ورکوي که وضعیت همداسې وي او بارانونه ونه شي، نو خلک مجبور دي چې کډوال شي.
دایکنډي کې د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان: اقلیمي بدلون ښایي له دې بدې پایلې ولري
دایکنډي کې د چاپېریال ساتنې یو کارپوه عارف مژده وایي چې اقلیمي بدلون دغه ولایت کې یو «ناورین» دی؛ ځکه چې د هغه پایلې د ورښت د کمېدو او اوبیزو سرچینو وچېدل دي.
هغه وویل چې تېرو کلونو کې ډېرو چینو او څاهګانو اوبه درلودې، خو دې وروستیو کلونو کې د کمو بارانونو له امله، ډېری دغه چینې او څاهګانې وچې شوې، کرنه او مالداري د پام وړ پیکه کېدو سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه دا چې د خلکو عاید له کرنې او کرنیزو محصولاتو سره تړلي، دغه اقلیمي بدلون پر خلکو لوی اقتصادي فشار راولي او د دغه بدلون پایلې کولای شي چې د خلکو بېځایه کېدو او ناروغیو رامنځته کېدو لامل شي.
مژده وویل: «دا ستونزه خلک تر اقتصادي فشار لاندې راولي، د خلکو کرنیز محصولات او مالداري زیان ویني، وچکالي، بېوخته بارانونه، ساړه او بېوخته ګرمي د دې لامل کېږي چې پر کښتونو او کرنې افات راولي.»
هغه څرګندوي چې اقلیمي بدلونونه یوه نړۍواله پدیده ده؛ افغانستان د اقلیمي بدلون د رامنځته کېدو په عواملو کې ډېر کم رول لري خو له دې اړخه ډېر زیان ویني.
یاد چاپېریالي کارپوه خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلونونه ورځ په ورځ د لا خرابېدو په حال کې دي او شاید د دغه ولایت یو شمېر سیمې له استوګنې څخه خالي شي. د هغه په باور، تر راتلونکو لسو کلونو پورې د خدیر، بندر، پاتو، نیلي، شهرستان او میرامور ولسوالیو ځینې سیمې تر ټولو زیانمنونکې سیمې دي، شاید نور د څښاک اوبه ونه لري، له استوګنې څخه خالي شي او خلک کډوالۍ ته اړ شي.
هغه زیاته کړه: «خلک او دولت دې داسې لارې ولټوي؛ لکه څومره چې هوا ګرمېږي، هڅه دې وشي چې څه ډول خاوره مقاومه شي، دښته شنه شي، د اوبو د کمښت پر وړاندې مقاومه نیالګي، بوټي او ونې او داسې تخمونه پیدا کړي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر مقاومه وي او سازګاري وکولای شي او دا به اقلیمي بدلونونو سره سازګارۍ لپاره یو ډول هڅه وي.»
د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست: په وروستیو کلونو کې دغه ولایت کې د اقلیمي بدلونونو زیانونه تر دې حده دي چې کنټرول یې د بشري مدیریت له لاسه وتلی دی
د دایکنډي د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم شریفي وايي، دا چې دایکنډي د افغانستان د جغرافیه په مرکزي نقطه کې واقع دی او دغه هېواد له سمندر سره لاره نهلري، له همدې امله دایکنډي له اقلیمي بدلونونو څخه تر ټولو ډېر اغېزمن ولایت دی.
هغه زیاته کړه، بېوخته بارانونه، وچکالي، غیرعادي تودوخه او ساړه، سېلابونه، واوره ښویېدنه او کرنیز افتونه دغه ولایت کې د شته اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو څخه دي، یاده ستونزه د دې لامل شوې چې څه باندې ۵۰ سلنه اوبیزې سرچینې وچې او د اوبو کچه ټیټه شي.
نوموړي څرګنده کړه: «موږ ته د ورښت د کموالي دقیقه اندازه معلومه نه ده، د ارزونې له مخې په احتمالي توګه اوبیز کال چې د لیندۍ له لومړۍ نېټې د غويي تر وروستۍ نېټې پورې وي، د ورښت د سږني کال اندازه د تېر کال په پرتله ۴۰ تر ۵۰ سلنه کمه شوې خو په ټولیزه توګه ورښتونه د تېر په پرتله کم شوي، د ورښت ډول هم بدل شوی او په نورمال حالت نه دی پاتې.»
شریفي وویل، د دې له امله چې د دایکنډي د ډېریو اوسېدونکو عاید له کرنې او مالدارۍ څخه ترلاسه کېږي، له همدې امله کروندګر تر ټولو ډېر زیانمن شوي او محصولات یې د اوبو کمښت له امله کم شوي دي.
د ارزونو پیل: دایکنډي د اقلیمي بدلون له جدي خطر سره مخ دی
د دایکنډي د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د انسجام او اړیکو مسوول عليانور فهیم وویل چې د څېړنو پر بنسټ په روان کال کې د ورښتونو کچه د تېر کال په پرتله په بېسارې توګه ټیټه شوې او د کروندګرو په ګډون یې خلک ډېر زیانمن کړي دي.
فهیم څرګنده کړه: «د اقلیمي بدلون له امله، د زیانونو د معلوماتو ټولولو په موخه روان کال په دغه ولایت کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) له لوري د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې سره په همغږۍ او د دایکنډي د پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست په همکارۍ یوه ارزونه پیل شوې چې تر اوسه د دغه ولایت تر ټولو ډېرې سیمې ارزول شوې او دغه ارزونه ښيي چې دایکنډي یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.»
هغه زیاته کړه چې د یادې ارزونې له مخې په وروستیو کلونو کې د ورښتونو کمېدل، د اوبو سرچینو وچېدل، ناڅاپي طبیعي پېښې، بېوخته تودوخه او یخني او ناڅاپي سېلابونو د اقلیمي بدلولونه له ډلې دي چې په دایکنډي کې یې ډېر شتون درلود.
هغه وویل چې یاده ارزونه د پروژو د جذب او پلې کولو لپاره له بېلابېلو ملي او نړۍوالو بنسټونو سره شریکه شوې ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې ریاست د خپلو امکاناتو له مخې د زیانمنونکو سیمو لپاره د وقایوي پروژو پلې کول او دغهراز زیانمنو شوو ته د رسېدنې په موخه د بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستو د چمتووالي پلان لري.
د دایکنډي له پېښو سره د مبارزې ریاست د انسجام او اړیکو مسوول وویل چې ملي او نړۍوال بنسټونه هم په دایکنډي کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو اوږدمهالو پروژو او دغهراز د بېړنیو مرستو د رسولو پروژو برخه کې همکاري کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP