ژبه

بدخشان کې ناپېژانده کسانو یوه مور او زوی وژلي

<p style="text-align: justify;">فیض‌اباد (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یوه مور او د هغې ځوان زوی وژلي او د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې یاده پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ارګو ولسوالۍ د ارغند کلي په مربوطاتو کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاته کړې، مور او زوی د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">کامګار دغه ‌راز ویلي چې د پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي او دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.</p>